تازه سرليکونه
د مَبِيعِې او ثمن معلومول
 
  October 1, 2012
  0
مخکي مو ولوستل چي صحيح بيع هغه ده چي په هغه کي جهالت ، اِکراه ، توقيت ، د وصف غرر ضرر او فاسد شرط نه وي ځکه که د همدغو عيبونو څخه يو عيب پکښي ومندل سي نو بيع فاسده کيږي .

د جهالت د له منځه وړلو د پاره د  مَبِيعِې او ثمن معلومول ضروري دي ، ځکه د مَبِيعِې يا ثمن نه معلومول د تسليمي په وخت کي د بايع او مشتري ترمنځ د اختلاف سبب ګرځي . 

که مَبِيعَه معلومه نسي ډېر ځله به داسي پيښيږي چي بايع به بيکاره شى ورکوي خو مشتري به ښه شى ځني غواړي .

که ثمن معلوم نسي بايع به ډېري پيسې ځني غواړي خو مشتري به لږ پيسې ورکوي .


ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات

 

سرته