تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تردد او ګډوډۍ مخنيوی
 
  December 14, 2015
  0
رالېږونکی: شعیب بریالی

۱- ژوند ته ښه په ځير د زړه په سترګو وګوره او دا يقين ولره چې په دنيا كې كمال نه شته، مګر هغه څه چې ښه والې يې په نيمګړتيا پورته وي د ژوند هدف دي او د لاس ته راوړلو هڅه يې كيږي. دا يو منل شوي حقيقت دی اوله دې پرته نور فكرونه هسې خيالونه دې چې حقيقت نلري.

۲- دا تل په ياد ولره چې ستا مسوليت او له تا څخه غوښتنه يواځې د كار او د موجوده وسائلو په كار اچول دې او پايلې د الله تعالي په لاس كې دي.

۳- د لويانو تاريخ مطالعه كړه د هغوۍ په ژوند كې څيړنه وكړه، دابه درته څرګنده شي چې ټول برياليتوبونه نه بلكې ناكامۍ او نيمګرتياوې هم ورسره مل دې.

۴- په خپل ځان كې د ځواك او كمال صفتونه په نښه كړه، څو د الله تعالي ځينې نعمتونه درته څرګند شي او درته معلومه شي چې په تاكې د كمزورۍ او نيمګړتيا پرته ښه صفات هم شته.

۵- هغه فعاليتونه راياد كړه چې ښه برياليتوب دې پكې لاس ته راوړي وي، او هر كله چې درته د ناهيلۍ او كمزورۍ احساس كيدوهغه برياليتوبونه رايادوه.

۶- كه چيري لوړ مقام ته ځان رسول غواړي كار وكړه، او زيار اوباسه، درېدل او انتظار هدف ته درسېدو لاره نده.

۷- خپل عقل په كار واچوه، او پدې كې فكر وكړه چې يا به كار كوې هركار چې وي او يا به هيڅ نه كوې نو بيا وګوره چې په دواړو كې به كومه لاره ښه وي ؟ دريمه لاره دې مخكې نشته.

۸- كه كله هم په ځينې چارو كې د ناكامۍ سره مخامخ شوې، ووايه (قدرالله وماشاء فعل، انا لله وانا اليه راجعون، ولاحول ولاقوۍ الابالله, اللهم اجرني في مصيبتي واخلفني خيراً منها).

دهر مصيبت اجر د الله نه وغواړه، او د خپلو ګناهونو د بښنې غوښتنه تري وكړه.

بيا په ډير ډاډ اوارامۍ سره د ناكامۍ په لاملونو كې غور وكړه، كه چيرې دې د بل كار د پيل عزم نه وكړي، بيا د هماغه كار د كولو كوښښ وكړه .
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته