تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په قران کي د ۳۰ روژو ذکر سته؟
 
  October 31, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۱۳)

نوم: شریف الله غفورزی لکڼوال

د اوسېدو ځای: اوکراین

سوال : په قران شريف کی د روژي ۳۰ ورځي نیول ذکر سوی دې که نه او که ذکر شویدی په کوم ایت کي ؟  

جواب : دېرش  روژې په قران کريم کي نه دي ذکرسوي،  بلکي په قران کريم کي دروژي مياشت ذکرسوې ده (شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ...سورت البقرة-۱۸۵) بيانومياشت دېرش (٣٠) هم کېداى سي ، نويشت (٢٩ )  هم  خو يو دېرش (٣١)يا اته ويشت (۲۸)  نه سي کېدلاى لکه تاريخ .  




جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيدعبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته