تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د قدر شپه په کومه نېټه کي راځي؟
 
  May 15, 2017
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۲۱۱)

نوم: فرید احمد                                                                                    

سوال : شب قدر شپه چي ډېره مهمه او اساسه شپه ده دا شپه د کومي نيټي څخه  شروع کيږي ايا اوويشتمه ورځ ده او که يا کومه بله ورځ ده ؟

جواب : د شب قدر  په تعين کي ( ٤٠  ) قوله  ر اغلي دي، خوپه دغه ټولوکي صحيح قول دا دئ ، چي د روژې په اخري لسو شپو کي بيا خصوصاً په طاق شپوکي لکه (٢١، ۲۳، ٢٥، ٢٧، ٢٩ ) چي په دغه ( ٥ ) شپو کي د يوې شپې تعين په احاديثو  کي نسته .  

په بخاري شريف کي د  بي بي عائشې رضى الله عنها څخه روايت دى:  

عَنْ عَائِشَةَ رضى الله عنها قَالَتْ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم تَحَرَّوْا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِى الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ.
 
 او د مسلم روايت دئ:  عن ابن عمرقال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم َفاطْلُبُوهَا فِى الْوِتْرِ مِنْهَا.

جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

 

سرته