تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د کفارو څخه ماهیان رانیول
 
  November 11, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۲۴۸)

نوم: احمد
   
د اوسېدو ځای: جرمني

سوال : ایا د غیر مسلمانانو څخه ماهیان (کبان) رانیول جواز لري که یا؟

جواب : 
 
حامدً و مصلیاً
 
محترمه ! ماهی حلالېـدل نه غــواړي ، که يي څوک د اوبو څخه را وکاږي او پخپله مړ سي نو خوراک یې حلال دی، نو کله چي یې حلالېدل ونه غوښتل نو د کافر څخه یې په رانيولو کي کوم مانع نسته رانيولای یې سي.



جواب: مولوي شاه ولي الله
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا، مولوي سید عبدالباري، مفتي جان محمد راشد او مولوي سردار محمد
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــ
(۱): کما فی الحدیث: وعن ابن عمر قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " أحلت لنا ميتتان ودمان : الميتتان : الحوت والجراد...مشکوة ج۲، ص۳۶۱- باب مایحل ومایحرم، طبع رشیدیة
 
(۲): وایضاً: عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ، قَالَ : كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ثُمَّ جَاءَ رَجُلٌ مُشْرِكٌ مُشْعَانٌّ طَوِيلٌ بِغَنَمٍ يَسُوقُهَا فَقَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم بَيْعًا أَمْ عَطِيَّةً ، أَوْ قَالَ أَمْ هِبَةً قَالَ : لاََ بَلْ بَيْعٌ فَاشْتَرَى مِنْهُ شَاةً. صحیح البخاري ج۱، ص۲۹۵- باب الشراء والبیع مع المشرکین. طبع قدیمي کراچي
 
(۳): وفي ردالمحتار: وقال الحصکفي رحمه الله تعالی بِخِلَافِ السَّمَكِ " وَأَنْوَاعُ السَّمَكِ بِلَا ذَكَاةٍ " لِحَدِيثِ: أُحِلَّتْ لَنَا مَيْتَتَانِ : السَّمَكُ وَالْجَرَادُ وقال الشامي رحمه الله تعالي: وَهُوَ مَشْهُورٌ مُؤَيَّدٌ بِالْإِجْمَاعِ فَيَجُوزُ تَخْصِيصُ الْكِتَابِ بِهِ. ردالمحتار ج۶، ص۳۰۷، کتاب الذبائح- طبع ایچ ایم سعید.
 
(۴): پاني سې زنده مچهلي پکړنې کي بعد اګر مرجائي تو وه مردار نهي هوګي اس کا کهانا شرعاً درست هي. فتاوی محمودیة ج۱۸، ص۲۱۱- ناشر جامعه فاروقیه کراچي. (والله اعلم بصواب)

 

 

سرته