تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د لمانځه مخ ته د ماشومانو تېرېدل
 
  November 15, 2012
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۶۷)

نوم: قدرت الله 

سوال : موږ په کورکی دوه غبرګولی کوچینیان لرو  یو زه یم اویو می مېرمن ده نو ده لمانځه په وخت کی دغه دوه کوچنیان زموږ ده لمانځه ومخته تیریږی او پور مصله راته کښینی ما غوښتل چی ددی پوښتنه وکم چی دا خو به ګناه نه لری؟

جواب : لمونځ باید پر داسي ځای باندي وسي چي څوک و مخ ته تېر نه سي او کوچنی که مخ ته تېر سي پر هغه ګناه نسته، هغه مرفوع القلم دی او پر تاسو هم ګناه نسته ځکه د بل په عمل څوک نه ګناه کاره کيږي. او په حدیث شریف کي چي د تېرېدونکي دفع کول راغلي دي (لکه په اشاره یا تسبیح ویلو سره) نو هغه رخصت یعني جائز دي خو  پرېښول يې افضل دي یعني چي د تېرېدونکي دفع ونه کړي. (۱)



جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سيد عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان



ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):وَمِنْ الْمَشَايِخِ من قال إنَّ الدَّرْءَ رُخْصَةٌ وَالْأَفْضَلُ أَنْ لَا يَدْرَأَ لِأَنَّهُ ليس من أَعْمَالِ الصَّلَاةِوَالْأَمْرُ بِالدَّرْءِ في الحديث لِبَيَانِ الرُّخْصَةِ كَالْأَمْرِ بِقَتْلِ الْأَسْوَدَيْنِ. البحر الرائق شرح کنزالدقائق: ج۲، ص۱۸
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته