تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې ضرورته فقر او سوال کول
 
  November 25, 2012
  0
ليکوال: مولوي عصمت الله عزام 


بسم الله الرحمن الرحيم 
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

ځيني خلگ داسي شته چي هغوی له خلگو سوال کول د ځان لپاره کاروبار گرزولی دی اوله دې لاري  د ځان لپاره روزي پيداکوي، په داسي حال کي چي روغ رمټ وي، مزدوري کولای شي، گټه کولای شي، خو بيا هم مزدوري او کاروبار نه کوي او په ډېري چالاکۍ سره له خلگو سوال کوي.

مکر او فريب کوي، کله وژاړي، کله بله داسي بهانه خلگو ته کوي چي مريض مي په هسپتال کي پروت دی، د اپرېشن لپاره يې روپۍ نه لرم!

خوپه داسي حال کي چي دوی درواغ وايي او حقيقت هغسي نه وي لکه څنگه چي يې دی خلگو ته وايي. نو داسي سوال کبيره (لويه) گناه ده او پرته له مجبورۍ له خلگو سوال د سختوعذابونو لامل گرزي.

له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چي يو سړی له خلګوڅخه برابر سوال کوي تردې چي د قيامت په ورځ به په داسي حال کي راشي چي دده پرمخ به د غوښي ذره ټوټه هم نه وي (بخاري،مسلممشکاة المصابيح ۱۲۰) 

دابه دده نښه وي چي خلګ يې له لري وويني، پېژني به يې، چي دا سوالګر دی،په دُنيا کي يې خپل آبرو او عزت د سوال کولو له امله ختم کړي وو، نو په آخرت کي به هم د ټولو په وړاندي بې عزته او رسوا وي. ټول خلگ به يې پېژني چي دا دی هغه کس چي بې ضرورته  يې فقر کاوو او دايې د ځان لپاره کاروبار گرزولی وو.

          له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چي له خلګو څخه د مال د ډېرولو لپاره سوال کوي، هغه (د اور) د سکروټو سوال کوي (يعني دا جمع کړی مال به د دوزخ د اور سکروټي شي، چي دی به سوځوي) نواوس ئې خوښه ده که لږغواړي که ډېر.(مشکوة المصابيح ص162. له مسلم څخه)

        کاروباري سوالګر چي د فقيرانو د شکل په جوړولو سره سوال کوي او د نوي طريقې سوالګر(چي د هغوی د سوال کولو ډېري طريقې دي) ټول ددې حديث په وعيد اوعذاب کي داخل دي. د دغو کاروباريانو يو بل ضرر دا هم دی چي خلگ يې په ټولو سوالگرو شکمن کړي دي.

که څوک په رښتيا مجبوره وي، نو هم ډېر خلگ خيرات ورکولو ته زړه نه ښه کوي او د شک په سترگه ورته گوري. نودا هم ددغو کاروباري سوالگرو له لوري د اصلي غريبانو سره يوه لويه جفا او ستر ظلم دی.
خو د خير او خيرات خلگو ته پکارده چي له دې امله دي خيراتونه نه پرېږدي، دوی ته به ان شاءالله الله پاک د دوی د نيت موافق ثوابونه ورکوي.

 
د سوال يو تاوان دا هم دی چي انسان د ټول عمر لپاره سُست او ناراست آموخته کوي. که يواري څوک په دې مفته گوله اخته شو، بيا کاروبار نشي کولای، پرځان تکليف نشي تېرولای. ټول عمر بياله سوال پرته بل کارنشي کولای. نو بايد له دغه کار څخه ځان وساتل شي او نور څوک هم که په دغه رنځ اخته وي، سر يې ور خلاص کړل شي چي د الله بنده! دا کارپرېږده! په دې سره دي آخرت خرابېږي.

که يوڅوک په رښتيا غريب وي، کاروبار هم نشي کولای، معذوروي، له سختي مجبورۍ له خلگو د خير او خيرات غوښتنه کوي،نو دغه کس مجبور دی، په دې وعيد کي ان شاءالله داخل نه دی.

وصلی الله علی نبينامحمد وعلی آله واصحابه اجمعين 

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته