تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کنايي الفاظ او د نشې او زور طلاق
 
  December 23, 2012
  0

 بل مطلب


د طلاق صريح كلمې كه په يو نوع زياتوب يا صفت موصوف او وستايل سي بيا د كنايي الفاظو حكم پيدا كوي او بائن طلاق په واقع كيږي .

د مثال په ډول په انتِ طالق يو رجعي طلاق واقع كيږي خو كه د بائن صفت ورسره ذكر سي داسي ورته ووايي :

انتِ طالق بائن يعني ته په بائن طلاق طلاقه يې نو دلته بيا بائن طلاق په واقع كيږي .
دغه ډول په انتِ طالق اشدَ الطلاق ته په سخت طلاق طلاقه يې .
انتِ طالق كالجبلة ، ته د غره په شان په طلاق طلاقه يې هم بائن طلاق واقع كيږي .


د نشې او زور طلاق
 د حرامي نشې په حالت كي كه څوك خپلي ښځي ته طلاق وركړي نو طلاق يې واقع كيږي د مثال په ډول يو څوك قصدا شراب وچښي يا په چرسو او ترياکو نشه سي .
 
البته كه څوک په جايز ډول نشه سوى وي ، د بېلګي په ډول د جراحي عملياتو د پاره د نشې پيچكارۍ ور ولګوي او نشه سي ، د همدې نشې په حالت كي که ښځي ته طلاق وركړي ، نو طلاق يې نه واقع كيږي ځکه دا په جايز طريقه نشه کېده دي .

د مُكرَه طلاق هم واقع كيږي يعني كه يو څوك د بل چا لخوا تهديد سي او په زور يې اړ باسي ، چي و خپلي ښځي ته طلاق په واچوي دا طلاق هم واقع كيږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته