تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د اختر پر اوله روژه نیول څنګه ده؟
 
  May 24, 2017
  0

تعلیم الاسلام دارالافتاء

مسلسله شمېره : (۳۸۱)

نوم: نعمتي

د اوسيدو ځای: نیویارک

سوال : دلته یوه شېخ وویل چي ۶ روژه حرامه ده مګر ما د عنایت الله څخه واورېدل چي هغه ویل ډېر ثواب لري نو زه ډېره پرېشانه یم چي څه وکړم؟

حامداً و مصلیاً

جواب : که چيري د کوچني اختر په اوله ورځ یوه روژه ونیسي او پنځه ورځي نوري پسي ونیسي نو دا طریقه حرامه ده او که د اختر په اوله ورځ یې نه ونیسي بلکي تر اولي ورځي وروسته شپږ روژې یو ځای ونيسي(۱)  یا يې د اختر په ټوله میاشت کي جلا جلا ونیسي نو د دغه شپږو  روژو بیا دومره ثواب دی لکه ټوله عمر چي روژې ونیسي .

جواب: مولوی عبدالهادي اغا
الجواب صحیح: مولوی سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــ
(۱):عَنْ أَبِي أَيُّوبَ الْأَنْصَارِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ حَدَّثَهُأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ صَامَ رَمَضَانَ ثُمَّ أَتْبَعَهُ سِتًّا مِنْ شَوَّالٍ كَانَ كَصِيَامِ الدَّهْرِ. رواه مسلم، مشکوة ، باب صیام التطوع

(۲): والاتباع المكروه أن يصوم الفطر و خمسة بعده فلو أ فطر لم يكره بل يستحب ويسن. الدر المختار، ج۲، ص۱۳۶

سرته