تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۳۸۵)
نوم: اجمل
سوال : که پر یو نفر باند غسل واوړی او یوه مکمله ورځ یی وځنده وی یعنی سبا ورځ دی عسل وکړی د دی حکم څنګه دی؟
جواب :
حامداً و مصلیاً
اول خو دا د دین کمزوري ده او د مقدس شریعت سپکتیا ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه درې شیان په یوه ځای کي ذکر کړيدي(۱)، لکه تصویر، سپی او جنب. دغه درې شیان چي په کوم کور کي وي هغه ته د رحمت ملکي نه ورځي. او د جنب څخه مراد هم هغه جنب دی چي پر هغه باندي صرف د لمانځه وخت تېر سي او دی ځان پاک نه کړي.(۲)
جواب: مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح: مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): عَنْ عَلِىِّ بْنِ أَبِى طَالِبٍ رضى الله عنه عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تَدْخُلُ الْمَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ صُورَةٌ وَلاَ كَلْبٌ وَلاَ جُنُبٌ. رواه ابوداؤد والنسائي، مشکوة باب الغسل
(۲): عَنْ عَمَّارِ بْنِ يَاسِرٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ: ثَلاَثَةٌ لاَ تَقْرَبُهُمُ الْمَلاَئِكَةُ جِيفَةُ الْكَافِرِ وَالْمُتَضَمِّخُ بِالْخَلُوقِ وَالْجُنُبُ إِلاَّ أَنْ يَتَوَضَّأَ. رواه ابوداؤد، مشکوة باب الغسل
(۳): و لاجنب ای الذي اعتاد ترک الغسل تهاونا حتی یمر علیه وقت صلوة فانه مستخف بالشرع. مرقاة شرح مشکوة، باب الغسل، ج۲، ص۴۷، مکتبة امدادیة