تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په لمانځه کي مي رکعتونه هیریږي
 
  January 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۴۵)

نوم:  عبدالحنان شمس     

سوال : ما ته په لمانځه کي شیطان رقم رقم وسوسې را اچوي کله چي زه لمونځ کوم کله درې کله پنځه رکعته وکم او زما هیر يې چي ما څو رکعته کړيدي. هر وخت داسي یم نو لمونځ صحیح کیږي که یا؟ باید څه وکم.
 
جواب :
حامداً و مصلیاً

 که شک کول په لمانځه کي دده عادت نه وي ، بلکي کله  ، کله ورپیښيږي نو لمونځ دي د سره راوګرځوي.

او که دا شک د ته  ډېر ورپېښېدی نو بیا دي فکر وکړي چي فکر یې پر هر طرف ولاړی پر هغه دي پاته لمونځ بنا کړي.

او که تر سلام ګرځولو وروسته شک ور پيدا سي لمونځ یې صحيح دى نه دي یې راګرځوي.

او که دده فکر وه یوې خواته لاهم نه غالب کېدی نو  بیا دي پر هغه یقیني طرف بنا و ړي،  مثلاً: دده شک پر درو او څلور رکعته دی نو درې رکعته یقیني دي په څلورم رکعت کي شک دی نو  بنا دي  پر درو رکعتو وکړي ،  خو پر هر رکعت کي به کښیني، دا ځکه چي اخیره ناسته فرض ده تر څو هغه پاته نه سي .

جواب : مولوي عبدالهادي آغا
الجواب صحیح : مولوي سیدعبدالباري 
تعلیم الاسلام دارافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــ
(۱): إذا سها في صلاته، فلم يدر أثلاثاً صلى أم أربعاً؟ فإن كان ذلك أول ما سها (أي أن السهو لم يصر عادة له، لا أنه لم يسه في عمره قط)، استقبل الصلاة، وبطلت،الخ... الی ان قال فإن كان الشك يعرض له كثيراً، بنى على غالب ظنه، إذا كان له ظن يرجح أحد الطرفين؛... وإن لم يكن له ظن أو رأي، أخذ بالأقل أي بنى على اليقين؛لأنه المتيقن،ويقعد في كل موضع ظنه موضع قعوده. الفقه الاسلامي وادلته، ج۲، ص۹۴، الشک فی الصلوة.

(۲): ومن شك في صلاته فلم يدرأثلاثا صلى أم أربعا وذلك أول ما عرض له استأنف الخ. هدایة،ج۱، ص۱۴۳، باب سجود السهو. 

(۳): وإن كثر الشك عمل بغالب ظنه فإن لم يغلب له ظن أخذ بالأقل وقعد بعد كل ركعة ظنها آخر صلاته. نورالایضاح، ص۱۱۱، فصل في الشک.
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته