تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وطن وايي
 
  January 5, 2013
  0


 زه خو ستا عزيز وطن يم

چي مي خرڅ نکړي په بل

 
ګوره ماچي بربنډ نه کړې
  چي زه ستا کړم پټول

هر نعمت چي زما ستا دئ
څه به خوري چي سم د بل

څه فايده به درله وکړي ؟
بيا په تېر ساعت ژړل

د خپل باغ مېوې هغه خوري 
چي د بل کړي تر ې شړل

که زه نه وم ارمان به وکړې
 وي به تاله شرمېدل

تربيت دى ستا په ماکي 
زما تاباندي کول

مشترک په دې مفاد يو  
 مه کوه دې کي خلل

دا کول د لېونو دئ
په خپل ځان توره وهل

کوم پښتون دئ چي کړي ګوري
خپل کاله ته غير بلل

تاته چا ويلي دادي 
چي پښتون داسي کول

پښتون تاباندي مين دى
قربان تاباندي دئ تل

دغماز خبري مه اوره 
 بينوم دا تاته ويل
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته