تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر پیسو کمېشن اخیستل څنګه دی؟
 
  January 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (۴۱۹)
 
نوم: سردار ولي

د اوسېدو ځای: کوئټه

سوال : پرپيسو کميشن اخيستل جائز دي که يا ؟ مثلاً زه پيسي حواله کوم پاکستان ته صراف پر يو لک روپو زر روپۍ  غواړي دا زر روپۍ اخيستل ده ته روا دي که يا ؟ 

جواب : 

حامداً  ومصلياً 

که چیري مو دا پیسې په قرض ورکړي وي او حواله پر هغه بل ښار ورڅخه واخلې په دې خاطر چي لار په امن نه ده نو دا طریقه ناجائزه ده چي دا په قرض سره فائده اخیستل د  امنیت د لاري دي. (۱)
 
او که داسي وي چي دا پیسې و صراف ته ورکوې چي هغه یې په مزدوري یا کرایه تر پاکستان پوري ورسوي لکه څنګه چي په سوال کي همدا صورت ذکر دی نو دا بیا جائز دي که څه هم په پاکستان کي عیناً ستا پیسې نه درکوي هم جائز دي، ځکه چي پیسې د متعینات د قسمه څخه دي.

جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعلم الاسلام  دارالافتاء 
کندهار افغانستان
 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ويكره السفاتج وهي قرض استفاد به المقرض سقوط خطر الطريق وهذا نوع نفع استفيد به وقد نهى الرسول عليه الصلاة والسلام عن قرض جر نفعا. الهدایة، ج۳، ص۱۳۱- کتاب الحوالة
 
(۲): وَصُورَتُهَا أَنْ يَدْفَعَ إلَى تَاجِرٍ مَالًا قَرْضًا لِيَدْفَعَهُ إلَى صَدِيقِهِ ، وَإِنَّمَا يَدْفَعُهُ قَرْضًا لَا أَمَانَةً لِيَسْتَفِيدَ بِهِ سُقُوطَ خَطَرِ الطَّرِيقِ. ردالمحتار، ج۴، ص۳۲۹- کتاب الحوالة
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته