تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: قصداً یا په خطا سره په شا کي جماع
 
  January 23, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۴۱۲)

نوم:  بدر

سوال : کچیری څوک د ښځی سره د یوځای کیدو پرمهال د ده آله د ښځی په معقد کی لاړه شی څه حکم لری . که قصدًا  وی څه حکم لری او که سهوآ وی څه حکم لری

جواب :

حامداً و مصلياً

قصدًا ګناه کبيره ده چي بېله رښتني توبې څخه يې الله جل جلاله نه معافوي.  الله تعالی هغه چاته په نظر د رحمت نه ګوري چي هغه نارينه يا ښځينه ته په دبر  (شا طرف) کي راتګ (جماع) وکړي (١).

امام نووى رحمة الله عليه فرمايي چي ټول امت پر دې خبره متفق دى چي وطي په دبر کي ناروا او حرام دی .(٢).

په بل حديث شريف کي نبي عليه الصلاة والسلام داسي فرمايي چي  لعنت دي وي پر هغه چا چي ښځي ته په دبره کي راتګ کوي (٣) .

حرمت يې په ډېرو احاديثو سره ثابت دى(٤).

که سهواً وي نو ښځي ته خو معلوميږي ايا دغي ښځي خاوند ته ويلي دي که يا  ؟ که يې ورته ويلي وي نو سهواً نه سوه  ، خاوند مجرم دى پر ښځي ګناه نسته او که يې نه وي ورته ويلي خاوند خبر نه وي په دغه صورت کي ښځه مجرمه او ګنهګاره ده خاوند معاف دى (٥) .

او که دواړه خبر نه وي خطا تري وسي نو دې امت لره خطا او هېره  الله تعالى معاف کړې ده (٦) .

جواب : مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحیح : مولوي عبدالهادي آغا
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): لا ينظر الله إلى رجل أتى رجل أو امرأة في الدبر. رواه الترمذي.  و يلتحق باللواط إتيان المرأة في دبرها مما حرمه الله تعالى و رسوله. الکبائر، للذهبي ۶۰.
 
(۲): تمام قابل ذکر علماء  اس پر متفق هے که عورت سے دبرميى وطي کرنا حرام هے .قاموس الفقه. ج٣ ، ص١١٤
 
(۳): رواه احمد و ابو داؤد والنسائى ، وهو حديث صحيح. الفقه السلامي . ج٣ ، ص٥٥۲ .
 
(٤): الفقه الاسلامي : ج٣ ،ص٥٥٢ ، قد ثبت تحريم الوطى في الدبر في السنة النبوية با حاديث کثيرة .
 
(٥) : حالت مذکوره ميى عورت ګناه کبيره کي مرتکب هوگي . محمودية ج١٦ ،٦٢٧ .
 
(٦) : والْخَطَأَ لامؤخذة عليه شرعا لقوله صلي الله عليه وسلم: إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ عَنْ أُمَّتِي الْخَطَأَ ، وَالنِّسْيَانَ ، وَمَا اسْتُكْرِهُوا عَلَيْهِ . رواه ابن ماجه والبهيقي. الفقه الاسلامي .ج٥ ،ص٧١٨- ٧٥٠ .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته