تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په خوب یا نشه کي طلاق ورکول
 
  January 24, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤١٦)

نوم: جميل    
                                                                                 
سوال : که چیری یو خاوند خپلی میرمنی ته  د  خوب يا نشې  په حالت کی ده طلاق لفظ ووایی او میرمن یی واوری نو طلاق واقع کېږی که نه؟ 

جواب : که د بيده سړي څخه که د خوب په حالت کي د دطلاق لفظ وويل سي نو طلاق نه واقع کیږي ځکه په طلاق  کي د ځان واک او اختيار شرط  دى او د خوب په حالت کي د سړي خپل ځان په واک او اختيار کي نه وي .
او د نشې په حالت کي طلاق واقع کیږي زجراً د ګناه په سبب سره .

جواب : مولوي رفيع الله 
الجواب صحیح : مولوي عبدالهادي او مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار  افغانستان 
  

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) : ولایقع الصبي والمجنون والنائم... لان النائم عديم الاختيار . الهدایة، نکاح، ص۵۳
 
(۲): والطلاق السکران واقع بسبب المعصية زجرًا له . الفتاوي الکاميلة ،ص ۲۵
 
فتاوي قاضي خان علي هامش ، الفتاوي هندية  ،ج١ ،ص٤٧٠ .
 

سرته