تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: خپل قریب ته د کور لپاره زکات ورکول
 
  January 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤٢٨)

نوم: توحید احمد

د اوسېدو ځای: کراچي پاکستان

سوال : پوښتنه. زما دنژدی قریبانو یو نفر دی کار کوی دکور ګذاره یی کیږی دکرایی په کور کی پروت دی او کرایه یی هم ډیره ده اوس یو کور رانیسی ټولی پیسی نه لری زه چه یوه اندازه دپیسو کمک ورسره وکړم  دغه زما پیسی په ذکات کی را ځی او که یا؟  ډیره مننه  ستاسی دجواب په انتظار  دالله ج په امان

جواب :
 
حامداً  و مصلياً
 
 هغه څوک چي دوه سوه يا زيات درهم ولري دى پخپله غني بلل کیږي دده پر دغه پيسو چي کال تېر سي نو پر ده زکات واجب دى (١)   نو دى غني دى ، وده ته زکات ورکول نه صحيح کیږي.
 
دى دي دغه پيسې پر کور ورکړي، څومره اندازه پيسي چي پر ده پاته سوې بيا  دى مديون بلل کیږي، و مديون ته زکات  روا دى بياچي هر څومره ورکوې نو دوه ثواب کیږي يو د زکات بل صله رحمي .


جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب  صحيح : مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): و لا إلى غني يملك قدر نصاب فارغ عن حاجته. الدرمع الرد ،ج ٢  ،ص٧٠ ،مصرف الزکات .
(٢): ولا تدفع إلى غني لقوله عليه الصلاة والسلام لا تحل الصدقة لغني. هداية . ج١ ،ص١٨٨ .
(٣):وكره إعطاء فقير نصابا  أو أكثر ( إلا إذا كان ) المدفوع إليه ( مديونا) . الدرالمختار ، ج٢ ،ص٧٤ .
(٤) : والغارم من لزمه دين ولا يملك نصابا فاضلا عن دينه. هدايه ،ج١   ،ص١٨٧.

سرته