تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نننۍ مینځه
 
  December 16, 2016
  0
ليکوال: مولوي احمدالله (ابوالبدر)
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

وايي: د چرګو غل ،چي چرګي غلا کوي نو لومړى د يوه تار په سر کي يو څه خواړه وتړي د چرګو مخته يې واچوي کله ،چي يې چرګه تر ستوني تېرکړي د چرګو غل تار راکش کړي چرګه د غله منګلو ته ولوېږي. اوس چي د ښځو د حقوقو د دفاع په نوم خوږې تودې خبري اورېدل کېږي نوسړى حيران پاته سي ،چي دوى چي پرون يې مړونو په قبرونو کي دننه کولې، ښځه يې د ټولو نارينه وو ګډ مال باله ښځه د بشريت پېغور بلل او ژوندۍ يې تر ځمکي لاندي کولې، ښځه يې د شيطان له نژاد څخه ګڼل،ښځه يې تر کونډيتوب وروسته د مړونو په قبرو کي دننه کولې ښځه يې د ټولو نارينه وو ګډ مال باله او اصلاً د ښځو پر موجوديت يې اعتراض درلودئ اوس ،اوس څنګه يودم په فکرونوکي له بېخه بدلون راغئ؟ اوس د ښځو د حقوقو د دفاع په نوم د هغوى لپاره مبارزه کوي، لګښتونه کوي،حکومتونه نسکوروي او داسي نور...

 دا د پرون تر څنګ يو ناڅاپه پېښه ده. ماته د منلو نده چي دا بدلون دي په ريښتنې توګه راغلى وي د پرون تر ټول بدخلګ دي نن تر ټولو سم خلګ سوي وي زه وايم نړۍ ترقي کړې ده، دا ترقي يوازي د تخنيک اقتصاد، صنعت  معماري او په نورو برخو کي نده بلکي د ژوند په ټولو اړخونو کي ده، پخوا د ځمکي مخ له مېنځو او مريانو څخه ډک وو، هر لوړ پوړى حکومتي آمير، مامور، بډاى او نورو د ځان سره ځواکمن مريان او ښايستې مېنځي ساتلې دوى هيڅ بشري حق نه درلودئ په تن لوڅي په نس وږي ګرځېدلې کله،چي د اسلام روښانه سباوون راپورته سو د دوى لپاره حقوق وټاکل سوه، مسلمانان وهڅول سوه تر څو د کفارې او نورو  لارو څخه خپلي مېنځي او مريان آزاد کړي د اسلام ستر پيغمبر نبي کريم صلی الله علیه وسلم هغه چاته د جنتي انعام اعلان وکړ، چي خپلي مېنځي ته روزنه ورکړي بيا يې آزاده کړي نکاح ورسره وکړي، خو کله ، چي نږدې يوسل او څلويښت کاله مخکي د بين المللي تړون له مخي نوره مېنځي د شخصي ملکيت ، حيثيت له لاسه ورکړ نو منځيتوب په نوې بڼه ظهور وکړ.هغه په دې ډول ،چي اوس ښځي چي اصلاً د پيغمبر آدم عليه السلام لوڼي دي هڅول کېږي چي د منل سوي حق په نوم داسي کارونه او  دندي ترسره کړي ،چي پخوانيو مېنځيانوکول هغه ډول کالي د موډ او فېشن په نوم اغوندي چي مخکنيو مېنځيانو اغوستل داسي اجتماعي اخلاق خپل کړي ،چي پرون مېنځه ورته اړ ايستل سوې وه. دلته ستاسو مخ ته يو څو بېلګي وړاندي کوم :

١: د پرون مېنځي د مينځيتوب له امله کولاى سواى  ،چي بېله محرمه  سفرونه وکړي د نن مينځه د روشن فکر او مهذبوالي په نوم بې محرمه سفرونه وکړي.

٢: د پرون مېنځي د مينځيتوب له امله يوازي له اوږو څخه تر زنګنو پوري ځان پټاوه د نن مېنځه دموډ او فيشين په نوم هڅول کيږي چي پر ټول بدن يوازي دوې رښکۍ وتړي او بس

٣: د پرون مېنځه د مينځيتوب له امله نن د يوه سبا د بل په لاس کي وه د نن مېنځه د عصريتوب په نوم نن په يوه سبا په بل هوټل کي د مېلمنو مساج کوي الله جل جلاله ښه پوهيږي: 

اې زما خويندو دوئ ستاسو د پت غله دي په غوړو خبرو مو تېرباسي دوى د  زرو په پېاله کي زهر درکوي دوئ غواړي چي تاسو په خندا، خندا کي ووژني اصلاً دوى خپل کار کوي ستاسو په کيسه کي نه دي.  
 
 

بيت:

 

  د رحمان ويل به هلته ستا په کار سي
چي يوه دېوال ته مخ بل ته دي شا سي

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته