تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (٤٩١ )
نوم: محمدنعیم افکار
د اوسېدو ځای: ترکیه
سوال : کوم امام چي په لمانځه کي پایڅې نه پورته کوي په هغه پسې لمونځ کیږي او کنه ؟ که نه کیږی نو موږ خو په ترکیه کی یو او دلته د ټولو امامانو پایڅې د بيجلکو څخه کښته وي ؟
جواب :
حامدً ومصلياً
ستا لمونځ صحيح کیږي ، او هم د جماعت ثواب درکول کیږي ، خو امام چي هر څه زيات د تقوا څښتن وي په هغه پسي لمونځ کول افضل وي .
جواب : مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَوْ صَلَّى خَلْفَ مُبْتَدِعٍ أَوْ فَاسِقٍ فَهُوَ مُحْرِزٌ ثَوَابَ الْجَمَاعَةِ لَكِنْ لَا يَنَالُ مِثْلَ مَا يَنَالُ خَلْفَ تَقِيٍّ، كَذَا فِي الْخُلَاصَةِ. الفتاوي عالمگيريه ، ج١ ، ص٨٤ .
(٢): ويکره تقديم العبد والاعرابى والفاسق والاعمى وولد لزنا وان تقدمو اجاز لقوله عليه السلام صلو اخلف کل برو فاجر ، اخرجه الدارقطنى. الهدايه: ج١ ، ص١١٠ ، باب الامامة