تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رجعي طلاق حکم
 
  February 13, 2013
  0
وړاندي مو ولوستل چي رجعي طلاق مَدخُولُ بِهَا یعني را واده سوي ښځي ته ورکول کیږي .

مَدخُولُ بِهَا ښځه د طلاق عده تېروي د رجعي طلاق حکم دا دی چي په عده کي دننه که مېړه یې وغواړي و دې ښځي ته رجوع کولای سي ، د رجوع په کولو یې دا ښځه بیرته د هغه مخکنۍ نکاح پر بنسټ ښځه ګرځي .
د رجعي طلاق په رجوع کي د نکاح تړلو ته اړتیا نسته او نه د ښځي رضایت او خوښۍ ته کتل کیږي په رجعي طلاق کي رجوع په ژبني ډول هم کېدلای سي او په عملي ډول هم کېدلای سي .

که څوک خپلي ښځي ته رجعي طلاق ورکړي او د عدې د پوره کیدلو ترمخه ورسره لاس په غاړه سي یا یې مچ کړي ، یا جماع او نژدېکت ورسره وکړي دا ټول عملي رجوع ګڼل کیږي ، په همدې رجوع سره یې ښځه په مخکنۍ نکاح په نکاح کي پاته کیږي . البته د دغي ښځي فقط یو طلاق پاتيږي چي د هغه وروسته یې لا هم تر منځ نکاح تړل کېدلای سي .

که دوهم طلاق په صریحو الفاظو وو هغه رجعي طلاق دى او په عده کي دننه رجوع ورته کولای سي .
ژبني رجوع دې ته وایي چي په خوله ووایي : ما خپلي ښځي ته رجوع کړې ده ، د همدغي وینا په کولو يې مخکنۍ نکاح تر منځ پاته کیږي .

ژبنۍ رجوع که څه هم بېله شاهدانو څخه هم صحیح کیږي خو بیا هم مستحب دا ده چي سړی د شاهدانو په حضور کي ووایي : ما خپلي ښځي ته رجوع کړې ده ترڅو د ښځي د انکار مخه ونیول سي .
که مېړه ښځي ته ووايي : ما رجوع درته کړېده او ښځه سمدستي په جواب کی ورته ووايي : زما عده پوره سوې ده ، د ابوحنیفة رحمة الله علیه په آند دا رجوع نه صحیح کیږي ، البته د ملګرو په آند يې رجوع صحیح ګڼل کیږي ، ځکه تر همدې دمه لا ښځه په عده کي شمېرل کیږي .

په رجعي طلاق کي که عده پوره سي ، د عدې تر ختمېدلو څخه وروسته یې مېړه رجوع نسي ورته کولای البته نوې نکاح یې تر منځ تړل کېدلای سي .

نوې نکاح د هغو شرایطو په ړنا کي تړل کیږي کوم چي په لومړي ځل نکاح تړلو کي په همهغو شرایطو نکاح صحیح کیدله یعني هم به ښځه په راضي وي ، هم به د شاهدانو په حضور کي نکاح تړل کیږي او هم به ولور ورته ټاکل کیږي .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته