تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مسجد آداب
 
  February 28, 2013
  0
هغه کارونه چي باید په مسجد کي وسي:

۱- ناستو خلکو ته سلام اچول که څوک نه وو بيا داسي ويل ((السَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلَى عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ)) دا هغه وخت چي څوک په ذکر ، تلاوت او نفلو مصروف نه وي که وو بيا سلام اچول صحيح نه دئ.
 
۲- تر کښېنستلو د مخه دوه رکعته نفل لمونځ (تحية المسجد) کول ، په دې شرط چي مکروه يعني د لمر ختو، درېدو او لوېدو وخت نه وي .
 
۳- مسجد ته د ورننوتلو دعا ((اللَّهُمَّ افْتَحْ لِى أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ)) ويل.
 
۴- د مسجد څخه د راوتلو دعا ((اللَّهُمَّ إِنِّى أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ)) ويل. 
 
۵- د خولې پاکول د هر بدبويه شي څخه لکه نسوار، سګرېټ، اوږه، ملۍ او داسي نور...
۶ -    د الله جل جلاله  ذکر ډېر کول.

هغه کارونه چي باید په مسجد کي ونه سي(  ډ ډه ترې وسي ) :
 
 
۱- خرڅول او رانیول. 
۲- توره (صلاح) را ایستل.
۳- د ورک سوي شي اعلان کول.
۴- اواز پورته کول.
۵- د دنیا خبري کول.
۶- بې ضرورته خبري کول.
۷- ناړي تو کول.
۸- پزه ټکوهل او سوڼ وهل.
۹- په ګوتو ټکان کول.
۱۰- په خپل بدن سات تېرول.
۱۱- چکچکي کول.
۱۲- غزلي ویل.
۱۳- قبېح شعرونه ویل.
۱۴- د خلکو پر اوږو باندي پښې اړول.
۱۵- د لمانځه لپاره ځان ته ځای خاص کول او پر خپل خاص ځای باندي شر او جنجال کول.
۱۶- په صف کي په زور سره ځان ځایول.
۱۷- د لمونځ کوونکي مخته تېرېدل.
۱۸- لېونیان او کم عمره کوچنیان راوستل. 
۱۹- نجس او ناپاک شی راوړل.
۲۰- بې اودسه مسجد ته داخلېدل.
۲۱- مسجد د تلو راتلو لاره جوړول.
۲۲- د مسجد پر دېوال، چت او بام باندي توکول.
۲۳- د جنابت او حیض په حالت کي داخلېدل.
۲۴- داسي خبري کول چي خلکو  ته تکلیف رسوي.
۲۵- پرته له مسافر، مریض او ضرورت څخه په مسجد کي بيدېدل، خوراک او چيښاک کول.
۲۶- په مسجد کي هوا  ایستل. 
۲۷- څوک د مسجد څخه منع کول. 
۲۸- سوال کول.
۲۹- په مسجد کي شور او ږوږ کول.
۳۰- د مسجد پر سر په جوړه سوې خونه یا کور کي بولي یا ګندګي کول.
٣١- پر څپلۍ باندي موښتي خاوري او خټي د مسجد پر دېوال، ستني (میل)، چټايي او فرش موښل او پاکول.
 
ــــــــــــــــ
(۱): تفسیر قرطبي، ج۱۲،ص۲۲۷، سورة النور، چاپ دار احیاء التراث العربي بیروت.

(۲): الموسوعة الفقهیه، ج۲۷، ص۱۲۵، ماده: مسجد، چاپ وزارة الاقاف.

(۳): قاموس الفقه، ج۵، ص۹۵، ماده: مسجد، معارف القران، ج۶، ص۴۲۶، سورة النور. 

ترتیب او تالیف: سید عبدالباري رفیق شعبه دارالافتاء تعلیم الاسلام راډیو.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته