تازه سرليکونه
د (فتوا طهارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په خارجي کموډ کي استنجاء وهل
 
  March 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦٠٩)

نوم: محمد بصير 

د اوسېدو ځای: کاناډا 

سوال : کله چي موږ کمپنی یعنی دکار کولوځای ته ځو نوپه کورکي اودس وکړو او بیابوټونه په پښوکړو او هغه بوټونه بیادپښو څخه نه باسو او بیاهغه وخت چي کله اودس مو مات سي نوبیا چي کله نوی اودس کوو بیاپربوټوباندی اوبعضي خلګ پر جرابو باندي مسحه کوي هغه پدې خاطر، چي دادکمپنی خلګ یا مالکان موږته په دوشی کي د پښو د پرېوللو اجازه نه راکوي نو آیا دا اودس صحیح ده که یا؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

په اوبو استنجاء وهل حتمي نه  ده بلکي که څوک په ډبره ، لوټه يا تشناب کاغذ ځان پاک کړي دا هم استنجاء بلل کيږي ،  خو که يې شاه وخوا بدن د يو غټ پاولي په اندازه  په بولو یا  مرداريو ځني ککړ سي  نو بيا په اوبو استنجاء وهل حتمي کیږي .

پر جګ کموډ هم د اوبو استنجاء وهل کېدلاى سي البته لږ مهارت غواړي او بل  داچي تر استنجاء مخکي بايد فلش ووهل سي چي مخکنۍ مرداري ولاړه سي .

الجواب : مولوي عبد الهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):فإذا تجاوزت النجاسة المخرج، وكان المتجاوز قدر الدرهم فيجب إزالته بالماء.
وإن زاد المتجاوز على قدر الدرهم، افترض الغسل بالماء أو المائع . الفقه الاسلامي : ج١ : ص١٩٣ .
کذا في فتاوي هنديه : ج١ : ص٥٠ : والهدايه فصل في الاستنجاء :ج١ .
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته