تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د آدم علیه السلام پیدایښت او ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 24, 2018
  0

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د آدم او حوا نوم


د مشهور محدث حافظ ابن حجر مکي رایه داسې معلومیږي چې یو سریاني نوم ده او په بائبل کې د الف په مد د دال په اوږدوالي سره لوستل کیږي ، یعني آدم ، علامه جوهري او جوالیقي دا وايي چې د الف عربي نوم ده او د بل د پو ښتنې په هکله د ثعلبي قول ده چې عبراني ژبه کې آدم خټې ته وايي ، چون د هغه پدایښت له خټې څخه شوی ده له دې امله يې نوم آدم  یا آدام اېښودل شوی دی ، او ځینې په دې خیال دي چې د ادمة څخه ماخوذ ده په دې وجه هغه د (ادیم الارض) یعني د ځمکي له سطحي څخه پیدا شوی دی او ځینې علماء وايي چي له (ادمت) یعني خلطت څخه ماخوذ ده ، او چونکه د هغه خمیره يې د اوبو خاورې د خلط او آمېزش نه پس جوړه کړه نو په دې مناسبت هغه ته آدم وايي.


همدا ډول حوا داسې یو نوم ده چي د هر ( حی انسان ) یعني ژوندي انسان مور ده او د مبا لغې صېغه يې د هغي نوم اېښی ده . په هر حال د نوم او معنا د مناسبت له حیثه دا سوال د نقطې او لطیفې حیثیت لري له دې امله بیان شوي ټول وجوهات په یو وخت صحیح کیږي او یوه یوه وجه پر بلې باندې غوره کېدای هم شي ځکه داخبره وسیع ده.


د حضرت حوا پیدایښت


په قرآن کریم کې د هغې په هکله یوازي دومره مذکور دي:

 
(
وَخلَقَ مِنْهَا زَوْ جَهَا) (النساء:۱)
او له هغه ( نفس) څخه ئې د هغه مېرمن پیدا کړه.


 دا قرآني ایت د حوا د پیدایښت تفصيلي حقیقت نه بیانوي ، له دې امله دواړه احتمال کېدای شي چې حوا د حضرت آدم علیهما السلام له پوښتۍ څخه پیدا شوه لکه څرنګه چې مشهوره ده ، دویم دا چي الله تعالی انساني نسل دا ډول پیدا کړ چې له سړي يې د هغه همجنس دویم مخلوق هم پیدا کړ چي ښخه ورته وايي چي د سړي د ژوند ملګرې وي . د آیت په تفسیر کي د محققینو رایه د دویم تفسیر لوري ته متمایل ده چي حاصل يي دا ده چي قران کریم یوازي د حوا د تخلیق یادونه نکوي بلکي د ښځي د تخلیق په حقله ددې حقیقت څرګندونه کوي چي هغه هم له نارینه له جنس څخه او په دا ډول پیدا کړل شوې ده البته د بخاري او مسلم په روایاتو کي دا شته چي ښځه له پوښتۍ څخه پيدا شوې ده الفاظ دا دي : 


اسْتَوْصُوا بالنساء خيرا، فإن المرأةَ خُلقت من ضِلَع.( الحدیث ) 
له ښځو سره د نرمۍ او خیر غوښتني معامله کوئ ځکه چي ښځه له پوښتۍ څخه پيدا شوي ده .


ددې مطلب ابن اسحاق دا ډول بیان کړی دی چي حوا د آدم له کیڼي پوښتۍ څخه پیدا کړل شوې ده ، ده ښځي له پوښتۍ سره تشبیه ورکړل شوې ده او ویل شوي دي چي د ښځي د خلقت پيل د پوښتۍ څخه سوی دی د هغي حال د پوښتۍ په څېر ده که د هغې کوږوالی سمول غواړئ نو هغه ماتیږي لکه څرنګه چي له پوښتۍ څخه د کوږوالي په حالت کي کار اخیستل کیږي او د کوږوالي د ختمولو کوښښ نکړل کیږي دا ډول له ښځو سره نرمي او د معروف معامله پکار ده، که نه د سخت چلند له امله بیا د خوشحالۍ پر ځای د ماتېدلو او ټوټه کېدلو صورت را پیدا کيږي.


ایا حضرت آدم علیه السلام نبي اورسول دی ؟ 
په اسلامي شریعت کې (نبي) هغه شخصیت ته وايې چي حق تعالی هغه د خپلو بند ګانو د هدایت لپاره انتخاب کړی وي او هم نیغ په نیغ له الله تعالی سره په رابطه کي وي او رسول هغه نبي ته ویل کیږي چي د الله تعالی لخوا ورته نوی شریعت او نوی کتاب ورکړل شوی وي.


دا چي آدم علیه السلام د انساني نړۍ پلار ده نو پخپله دا سوال راپیدا کیږي چي هغه څرنګه د انساني نسل د دنیوي نیکمرغۍ او فلاح لپاره لارښوونکی ؤ؟ همدا ډول دا خروي سعادت او فلاح لپاره هم پیغمبر ؤ او که نه ؤ ؟


ددي ځواب یو ده چي یقیناً هغه د الله تعالی رښتینی پیغمبر او برحق نبي ؤ او په دې مسئله کي امت په دوه لاري کله هم ولاړ نه ده او دغه مسئله ئې کله هم تر بحث لاندي نه ده نیولې ، مګر په دې مسئله کي هغه مهال اهمیت پیدا شو چي د مصر د قريې منهور یو تن د آدم علیه السلام له نبوت څخه انکار وکړ او پرخپله دعوه يې دا دلیل وړاندي کړ چي په قران کریم کي په یو ځای کي هم د نورو انبیاوو په څیر آدم علیه السلام ته نبي نه دي ویل شوي .


ددې سړي دا وینا چي قرآن کریم په یوه ځای کي هم آدم علیه السلام په (نبي) سره مخاطب شوی نه ده په  لفظي اعتبار اګر که درست ده مګر د نبوت د حقیقت له اعتبار بالکل غلط ده ددې لپاره چي د نبوت کومه معنی په اسلامي اصطلاح کي بیان کړل شوې ده د کوم تاویل نه پرته يې اطلاق پر حضرت آدم باندي په نظم قرآني کي په ډیرو ځایونو کي موجود ده ، په څو ځایونو کي دا جوت ده چي الله تعالی بغیر د څه واسطې د حضرت آدم علیه السلام سره خبرې اتري کړي دي او په دي نورو خبرو اترو او مخاطبت کي يې د امر او نهي حلال او حرام احکام ورکړي دي او ددي احکامو لپاره ئې بل څوک آدم علیه السلام ته د نبي په توګه استولی نه ؤ بلکي مخامخ له همده سره خطاب کېده ، نو بیا چي د نبوت حقیقت هم همدغه ده نو د حضرت آدم علیه السلام له نبوت نه انکار قطعاً باطل او بي معنا ده ، د هغه د رسول کېدو او نه کېدو بحث هم ډېر مهم نه ده له دې امله چي هغه لومړنی انسان ده نو د انساني آبادۍ په خاطر چي الله تعالی هغه ته د وحي په ذریعه کوم پیغامونه ورکړي دي هماغه دې د هغه شریعت وګڼل شي نو له دې امله هغه رسول هم ده ، په هر حال د هغه پر نبوت باندي د یقین لپاره د زړه د اطمنان لپاره د قرآني نطم ټول آیتونه کافي شافي دلایل دي چي د حضرت آدم علیه السلام او الله تعالی تر منځ د مخامخ خبرو اترو ، مخاطبت او مکالمې په شکل کي لیدل کیږي .


له حضرت ابو ذر غفاري رضی الله عنه څخه روایت دی وايي ما عرض وکړ چي یا رسول الله ! ماته وفرمایاست چي آدم نبي ؤ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : بلی هو هغه نبي ؤ او رسول هم ؤ، هغه ته د الله د تکلم او تخاطب شرف حاصل شوی دی.


ددې روایت الفاظ دا دي : عن أبي ذر: قال: قلت: يا رسول الله؛ أريت آدم، أنبيًّا كان؟ قال: "نعم، نبيا رسولا كلمه الله. (تفسیر ابن کثیر: ج ص ۳۴ قدیم )       

 

د حضرت آدم علیه السلام هېره


د طه په سورت کي الله تعالی فرمايي: (وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَىٰ آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا)


دلته د عهدنا لفظ معنی په امر او وصینا سره ده ( بحر ).


مطلب دا دی چي موږ آدم علیه السلام ته ددې پېښي په هکله ډېر مخکي وصیت کړی ؤ ، یعني تاکیدي حکم مو ورته کړی ؤ چي ددې یادونه د بقرې په سورت او نورو ځایونو کي هم را ځي او وړاندي هم یو څه را روان دی چي یوه ونه ورته په ګوته شوې وه چي له دې څخه یعني ددې له مېوې او یا اجزاوو څخه خوراک مه کوئ او هغې ته نژدې هم مه ورځئ د جنت ټول باغونه او نعمتونه ستاسو لپاره او ستاسو په اختیار کي دي استفاده ورڅخه کوئ او لکه څرنکه چي وړاندي راځي دا هم ورته ویل شوي وه چي ابلیس ستاسو دښمن دی چي کله د هغه په فریب کي را نشئ چي درته به مصیبت جوړ شي مګر د آدم علیه السلام څخه هېر شول او په هغه کي موږ د ارادې پخوالۍ ونه موند.


نسیان او عزم
دلته دوه لفظه راغلي دي: یو نسیان او بل عزم د نسیان معني مشهوره ده هېرېدل ، په غفلت کي کېدل ، او د عزم معنی د یو کار لپاره د خپلې ارادې ټینګول دي ، له دې دواړو لفظونو څخه دلته څه مراد دي ددې مطلب د وضاحت نه مخکي دا خبره یاد لرل ضروري دي چي آدم علیه السلام له اولوالعزم  پیغمبرانو څخه دی، او پیغمبران ټول له ګناهنو څخه پاک دي .


په لومړي لفظ کي پر آدم علیه السلام باندي د نسیان او هیري راتللو یادونه ده او دا چي هېره او نسیان غیر اختیاري دي له دې امله په ګناه کي شمار نه کړل شول ، لکه څرنګه چي په صحیح حدیث کي دي : (رفع عن أمتي الخطأ والنسيان) یعني زما له امت څخه خطاء او نسیان معاف کړل شوي دي او د قرآن کریم دا ارشاد عام دی : (لَا یُکَلَّفُ اللهُ نَفْسًا اِلَّا وُ سْعَهَا) یعني الله تعالی چاته په داسي کار امر نکوي چي له اختیار او وس څخه یې بهیر وي ، مګر دا ټولو ته معلومه ده چي الله تعالی په دې عالم کي داسي اسباب هم ایښي دي چي که هغه په پوره احتیاط سره استعمال شي نو انسان له هېري او خطا څخه ژغورل کېدای شي ، دا چي پیغمبران علیهم السلام د الله تعالی نژدې خاص مخلوق دي د هغوی په هغو کارونو هم مواخذه کیږي چي ولي يې له اختیاریه اسبابو څخه کار وا نه خیست چي په هغو سره له هېري څخه ژغورل کېدای شول؟ ډېر ځله یو کار د سلطنت د وزیر په باره کي د مواخذې وړ وي چي هماغه کار د عامو مامورینو په حق کي د انعام قابل وي ، په دې هکله حضرت جنید بغدادي رحمة الله علیه فرمایلي دي : ( حسنات الابرار سینات المقربین ) یعني دا د امت د نیکانو صالحانو ډېر نیک عملونه د الهي دربار د نژدې شخصیتونو په حق کي سیئات او لغزش ګڼل کیږي .
د حضرت آدم علیه السلام دا واقعه خو لومړۍ دا چي د رسالت او نبوت څخه مخکي ده چي په دې له پیغمبرانو څخه دداسي عمل کیدل د ځینو علماوو په نزد د عصمت خلاف نه ده ، دویم دا چي دا هېره ده چي هغه ګناه نه وي ، مګر سره له دې بیا هم د آدم علیه السلام د مقام او رتبې د اوچتوالي او خدای ته د نژدي والي له کبله د هغه په حق کي لغزش وګڼل شو، چي له دې امله د الله تعالی لخوا ملامتیا پر راغله او د هغه د تنبیه کولو په خاطر ددغه لغزش څخه په عصیان سره تعبیر وشو چي وړاندي به راشي .


دویم لفظ د عزم ده چي په دې آیت کي یې و فرمایل چي په آدم علیه السلام کي عزم ونه موندل شو.
وړاندي معلومه شوه چي د عزم معنی د یوه کار په اراده باندي ټینګ درېدل دي، حضرت آدم علیه السلام د الهي امر د تعمیل مکمله فیصله او قصد کړی ؤ ، مګر د شیطاني و سوسو له کبله يې په عزم کي فرق را پیداشو او هېري پر خپلي ارادي قائم پاتي کېدو ته پرېنښود . والله اعلم .

 

د پیغمبرانو د عصمت مسئله 
له دې واقعي څخه څرګنده شوه چي آدم علیه السلام له یوې خاصي وني څخه منع کړل شوی ؤ او په دې هم پوه کړل شوی ؤ چي شیطان مو دښمن دی ، دا سي ونه شي چي په ګناه کي مو اخته کړي ، د دي سره سره بیا هم آدم علیه السلام له هغي ونې څخه خوراک وکړ چي ظاهراً دا ګناه ده ، حال دا چي پیغمبران علیهم السلام له ګناه څخه معصوم وي، تحقیق دا ده چي د پیغمبرانو علیهم السلام له ټولو ګناهونو عصمت او پاکوالی عقلاً او نقلاً ثابت دی ، او د څلورو امامانو او د امت د اکثره برخي په دې اتفاق دی چي پیغمبران علیهم السلام له ټولو لویو او کوچنیو ګناهونو څخه معصوم او محفوظ دي او ځینو خلکو چي دا ویلي دي چي کوچني ګناهونه له هغوی څخه هم کېدای شي ، د جمهور امت په نزد دا هم صحیح نه دي .(قرطبي).


لامل دا دی چي پیغمبران علیهم السلام د خلکو پېشوایان را لېږل شوي وي ، که چيري له هغوی څخه د الله تعالی د مرضی خلاف لویه یا کوچنۍ ګناه وشي نو ده پیغمبرانو له اقوالو او افعالو څخه به امن پورته شي ، او داعتماد وړبه پاتي نه شي  نو چي پر انبیاوو هم اعتماد او اطمنان نه وي نو بیا د دین مقر او مرجع به څوک وي؟!


البته په قرآن کریم کي د ډېرو پیغمبرانو په هکله داسي واقعات ذکر دي چي ور څخه معلومیږي چي د هغوی څخه ګناه شوي ده او د الله تعالی لخوا په هغوی ملامتیا هم راغلې ده ، د حضرت آدم علیه السلام دا قصه هم په هغو کي داخل ده .


د دا ډول واقعاتو مطلب د امت په اتفاق دا دی چي د کومي غلط فهمۍ یا خطا او نسیان له امله یې له هغوی څخه صدور کیږي هر پیغمبر خپل وس کوی چي د الله حکم خلاف عمل ونه کړي ، اجتهادي غلطي وي ، یا د خطا او نسیان له امله د معاف کېدو وړ وي ، چي د شریعت په اصطلاح کي ورته ګناه نشي ویل کیدای ، او دغه د سهوي او نسیان له امله هغوی څخه هغه ګناهونه نه کیږي چي هغه د تبلیغ ، تعلیم او تشریع څخه وي ، بلکي د هغوی په ذاتي اعمالو او افعالو کي دا ډول سهوه او نسیان یا هیره کیدای شي . ( تفسیر بحرالمحیط ) 


مګر څرنګه چي د الله عزوجل په نزد د پیغمبرانو مرتبه ډېره لوړه ده او له لویانو څخه چي کوچنۍ سهوه وشي نو ډیره لویه غلطي ګڼل کیږي له دې امله په قرآن کریم کي د دا ډول واقعاتو څخه تعبیر په معصیت سره شوی دی او پرې ملامتیا هم شوې ده . اګر که د حقیقت په اعتبار سره هغه هیڅ ګناه نه ده .


د حضرت آدم د ګناه په هکله مختلف وجوهات


د حضرت آدم علیه السلام د دغي واقعې په هکله د تفسیر علماوو ډیر تو جیهات لیکلي دي چي ځیني يې دا دي : 
لومړی دا چي کله آدم علیه السلام منع کړل شو نو د یوې خاصي وني په لوري يې اشاره وکړه او منع یې کړ چي مه ورنژدې کيږه ، او مراد دغه خاصه ونه نه وه بلکي ددې جنس ټولي وني مراد وې ، لکه په حدیث کي راځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځل د ورېښمو رخت او یوه ټوټه سره زر په لاس کي را وړل او ویې فرمایل : چي دا دواړه څیزونه زما پر اُمت باندي حرام دي ، څرګنده ده چي حرمت يې یوازي تر دغه رخت او سرو زرو ټوټې پوري چي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په لاس کي وه مخصوص نه وه ، بلکي د ټولو ورېښمینو رختونو او سرو زرو همدا حکم دی، مګر دا مهال ځینو ته داسي وهم هم پیدا کیږي چي ممانعت یوازي په همدې رخت او سرو زرو پوري تړلي دی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارک لاس کي دي ، دا ډول د حضرت آدم علیه السلام دا خیال شو چي کومي وني ته اشاره وشوه ممانعت یوازي په همدې وني پوري خاص دی ، شیطان دغه وسوسه د هغه په زړه کي ښائسته او ټینګه کړه او قسمونه یې ورته خوړل ترڅو یې باور وشي چي زه ستاسو خیرخوا یم ، زه تاسو ته داسي مشوره کله هم نه درکوم چي ستاسو لپاره ممنوع او مضر وي ، له کومي وني څخه چي منعه شوي ده هغه بله ده ددې وني څخه منع نه ده شوي .


او دا هم شونې ده چي د هغوي په زړه کي یې داسي وسوسه اچولې وي چي له دې ونې څخه ممانعت ستاسو د لومړني پیدائښت سره مخصوص ؤ لکه کوچني ماشومان چي د قوي غذا له خوړلو څخه منع وي ، خفیف خوراک ورکوي او د قوت پیدا کېدو وروسته د هري غذا د خوړلو اجازه وي ، اوس خو تاسو قوي شوي یاست نو اوس هغه ممانعت پاتي نه ده .


او دا هم ممکن ده چي کله حضرت آدم علیه السلام ته شیطان د هغي ونې ګټي بیان کړې چي ددې وني په خوړلو سره د تل لپاره د جنت په نعمتونو کي د او سېدو ډاډ پیداکیږي ، نو دا مهال هغوی ته هغه ممانعت په یاد نه وه چي د پیدایښت په موقع ددي ونې په هکله شوی ؤ . د قرآن مجید آیت :( فَنَسيِ وَلمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا) (طه: ۱۱۵) 
یعني د آدم علیه السلام څخه هېر شول او پوخوالۍ مو پکښي ونه موند ، دا ددې احتمال تائید کوي .


 په هر حال داسي دا ډول ګڼ احتمالات کیدای شي چي حاصل يې دا دی چي آدم علیه السلام خپل وس وکړ ګناه ور څخه صادر نه شوه ، ور څخه هېره شوه ، یا اجتهادي لغزش وشو چي په حقیقت کي ګناه نه وي ، مګر د آدم علیه السلام د پیغمبري شان او الله ته د نژدې والي په اعتبار سره دا لغزش هم ډېر غټ وګڼل شو او په قرآن کي د معصیت په لفظ سره ورڅخه تعبیر وشو او د آدم علیه السلام د توبې او استغفار څخه وروسته د توبې ذکر وشو.


د دوو رازکارو بحثونو څخه ځان ساتنه 
او دا بحث چټي دی چي کله شیطان مردود کړل شو او د جنت څخه و ایستل شو نو هغه بیا آدم علیه السلام ته د فریب ورکولو لپاره هلته څرنګه ورغلی ؟ ځکه چي د شیطان د فریب ورکولو او وسوسې اچولو لپاره دا ضروري نه ده چي جنت ته دي ننو ځي، پیریانو او شیطانانو ته الله تعالی دا وس ورکړی دی چي له لري څخه په زړه کي وسوسه واچوي ، او که جنت ته ننوتل او مخامخ خبري اتري يې ومنل شي نو د هغه لپاره هم مختلف احتمالات شته چي په تحقیق کي يې لګېدل بي فائدې او لا یعني بحث دی.


او دا پوښتنه چي آدم او حوا علیهما السلام الله تعالی له مخکي پوه کړي وه : « اِنَّ الشَّیْطَانُ لَکُمْ عَدُوٌّ مُّبِیِنٌ » یقیناً شیطان ستاسو دښمن ده ، هسي نه چي هغه کوم داسي کار وکړي چي له امله يې تاسو له جنت څخه وایستل شئ ، نو له دې سره بیا آدم علیه السلام ولي په فریبکارۍ کي راغلی ؟ ځواب يې دا دی چي الله تعالی پیریانو او شیطانانو ته په مختلفو شکلونو کېدلو قدرت ورکړی دی ، ممکن ده چي هغه په کوم داسي شکل کي ورته رامخته شوی وي چي آدم علیه السلام نه وي پېژندلی چي دا شیطان ده.

 
د الله جل جلاله د معافۍ د کلماتو ښوونه
شیطاني وسوسه او د حضرت آدم علیه السلام لغزش او په نتیجه کي له جنت څخه ایستل او ځمکي ته د کوزېدو حکم يې چي واورېدی نو آدم علیه السلام ډېر پښېمانه شو ، حضرت آدم علیه السلام دا ډول خطاب او عتاب کله اورېدلی ؤ ، نه دومره سخت زړی ؤ چي ددې مقاومت ولري ، پریشانه او بي قراره شو او سمدستي يې د معاف کېدلو غوښتنه پیل کړه ، مګر د پیغمبرانه معرفت او د هغه په سبب د ډېر زیات هیبت له امله يې له ژبي څخه کومه خبره نه وتله ، یا له دې وېریدی چي بخښنه غوښتل به د شان خلاف وي د لا زیاتي ملامتیا سبب نشي ، ژبه يې چپ وه ، الله تعالی د زړونو له خبرو خبر او رحیم او کریم دی ، چي دا حالت يې ولیدی نو پخپله يې د بخښني لپاره څه کلمات ور وښودل.


په ځمکه باندي د مستقلو اوسېدلو حکم
مګر دا چي د ځمکي سطحي ته په راتلو کي هم په زرګونه حکمتونه او مصلحتونه مضمر وه ، مثلاً د هغه له نسل څخه د پرښتو او پیریانو تر منځ یو نوی نوع انسان موجود کول ، او هغه ته یو ډول اختیار ورکول او په شرعي احکامو يې مکلف ګرځول بیا په هغوی کي الهی خلافت قائم کول ، حدود او شرعي احکام نافذ کول ، تر څو دا نوی مخلوق پرمختګ وکړي او هغه مرتبې ته ورسېدای شي چي ډېرو فرښتو ته هم نصیب شوی نه دی ، چي ددې مقاصدو یادونه يې د آدم علیه السلام له تخلیق څخه وړاندي کړې وه (إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً) . له دي امله يې د خطاء د معاف کولو وروسته هم ځمکي ته د کوزېدو فیصله منسوخ نه کړه ، البته طرز يې ورته بدل کړ، چي مخکي حکم حاکمانه او ځمکي ته کښته کیدل د سزا په توګه وه ، او اوس دا ارشاد حکیمانه او ځمکي ته راتلل د الهي خلافت اعزاز سره وشول.


له دې امله په وړاندي آیتونو کي د منصبي فرائضو بیان دی ، چي د یو خلیفة الله کېدو له حیثه ورته عائد کړل شوي وه ، له دې امله ځمکي ته د کښته کېدو حکم یې بیا تکراراً بیان کړ ويې فرمایل:


(قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ) الایة
 چي موږ امر وکړ چي ښکته ولاړ شئ له دې جنت څخه ټول بیا که راغلل تاسو ته زما له خوا څخه هدایت ، یعني شرعي احکام د وحي په ذریعه نو چي کوم شخص پیروي کوي زما ددغه هدایت ، نه به ورسره اندېښنه وي او نه به ورباندي غم وي یعني نه به د مخکي فوت شوي څیز غم ورسره وي او نه به د راتلونکي خطر تکلیف.


کوم کلمات وروښوول شول؟
هغه کلمات چي آدم علیه السلام ته د توبې په غرض ویل شوي وه کوم وه؟ په دې هکله د مفسرینو صحابه کرامو څخه څو روایتونه نقل شوي دي ، مشهور قول د حضرت ابن عباس رضی الله عنهما دی چي هغه کلمات هغه دي چي بل ځای په قرآن کریم کي منقول دي یعني:


(رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِين) (الاعراف: ۲۳ )


له حضرت آدم او حوا څخه چي کوم اجتهادي لغزش یا هېره وشوه لومړی قرآن کریم دواړو ته نسبت کړی دی (فَأَزَلَّهُمَا الشَّيْطَانُ عَنْهَا فَأَخْرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيهِ) او ځمکي ته د کوزېدو په حکم کي يې هم حوا ورسره شریکه کړې ده اهبطوا لفظ يې فرمایلی دی ، مګر په توبه او د توبې په قبلولو کي يې په مفرد لفظ سره یوازي آدم علیه السلام ذکر کړی دی ، د حضرت حوا ذکر نه دی شوی ، له دې مقامه پرته د لغزش ذکر هم یوازي آدم علیه السلام ته منسوب شوی دی : وَعَصَىٰ آدَمُ رَبَّهُ او داسي نور .

 
کیدای شي چي دا رعایت له دې امله وي چي ښځه الله تعالی مستوره کړې ده ، له دې امله يې د پرده پوښۍ په توګه د ګناه او عتاب په ذکر کي يې په صراحت سره یادونه ونکړه ، او په یو ځای (
رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا) کي دواړو د توبې یادونه کړې ده ، تر څو چا ته دا شبه نه وي چي د حضرت حوا قصور معاف شوی نه دی ، له دې پرته دا چي ښځه په زیاتره حالاتو کي د نارینه تابع وي له دې امله يې مستقل ذکر ته اړتیا محسوس نشوه. (قرطبي) 

 

ځمکي ته ښکته کېدل سزا نه بلکي د مقصد د بشپړتیا لپاره وه


له جنت څخه ځمکي ته د کوزېدو حکم له دېنه مخکي آیت کي شوی دی ، په دې ځای کي د بیا تکرارولو حکمت غالباً دا دی چي په مخکني آیت کي ځمکي ته د کښته کیدلو حکم د عتاب او سزا په توګه راغلی ؤ ، له همدې کبله د انسانانو د خپل منځي د ښمنۍ  یادونه هم شوې وه ، او دلته ځمکي ته د کوزولو ذکر خاص د الهی خلافت د بشپړتیا لپاره له اعزاز سره شوی  دی ، مګر وروسته يې چي کله خطا معاف کړل شوه نو د نورو مصالحو او حکمتونو د په نظر کي نیولو په خاطر ځمکي ته د استولو د حکم حیثیت بدل او برقرار کړ او اوس يې ځمکي ته نزول د حاکم او خلیفه په حیث وشو او دا هغه حکمت دی چي یادونه يې فرښتو ته د آدم علیه السلام له پیدا کېدو نه مخکي شوې ؤ چي ځمکه کي به خلیفه جوړ وي .


ماخذ: قصص الانبیاء او قصص القران/ د معارف القران تفسیر څخه. ژباړه: مولوي نورالحق انور: ص ۳۶-۴۲

سرته