تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د پلار مي د مېرمني سره نه لګیږي
 
  March 30, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤٧٤)

نوم: اسد الله (تورجان)

د اوسېدو ځای: کندهار

سوال : په خپل کور کي په یو داسي مشکل اخته يم  چي هیڅ حل یې  نه را ته  معلومېږي، قریب دوه کاله مي د واده کیږی د پلار مي زما د میرمني سره نه لګیږي خدای(ج) سته د هری زاویې څخه  چي ورته وګورم میرمن  مي ملامته نه ګڼم او د پلار حقوق او احترام مي هم په فکر کي دي، د خدای(ج) څخه هم بېرېږم،  چي د پلار په نافرماني کولو باندی د قهر او غضب وړ نه سم،که دا تصمیم ونیسم چي جلا و اوسم مور مي ژاړي او هم يې یو نوع نافرمانی بولم د ځان د پاره.د خدای(ج) د پاره شرعی لار یې راوښیاست، میرمني ته مي جلا کور ونیسم، د پلار کره یی واستوم او که یی بله لار هم سته؟ 

جواب  :

حامداً و مصلياً 

تاسو باید د ښځي لپاره جلا کور پيدا کړئ او  مور او پلار ته مو په ډېر ادب او احترام او نرمۍ سره قناعت ورکړئ(١). او خدمت يې کوه، مېرمن هم حقوق لري مور او پلار هم حقوق لري،  د يوه طرف په حق  اداکولو د بل حق ضائع کول ناجائز کار دى ، د مور او پلار خدمت کول او په نرمۍ سره خبري  ورسره کول د دوی حق دى او  و ښځې ته سکونت او لباس او نفقه برابرول ددې حق دى .(٢)
 

جواب : مولوى عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار  حسیني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا. سورت الاسراء: ایت:۲۴
(٢): النفقة واجبة للزوجة على زوجها مسلمة كانت أو كافرة إذا سلمت نفسها إلى منزله فعليه نفقتها وكسوتها وسكناها. الهدايه: ج٢ ، باب النفقه 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته