تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د جمعې په خطبه کي الحمدلله ویل
 
  April 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٥٩٦)

نوم: احمد

د اوسېدو ځای: چين        

سوال : ایا د جمعې به لمانځه کي د خطبې په وخت کي د الحمد الله ویل صحيح ده

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د جمعې دلمانځه لپاره خطبه ويل شرط ده، خو دا شرط د الله جل جلاله په ذکر سره هم ادا کيږي، که څه هم لنډ ذکر  وي، مثلاًُ پر منبر ودريږي او  داسي ووايي: سبحان الله يا الحمد الله يا لا اله الالله اوپه نيت د خطبي يې وايي نو شرط ادا سو (١).

او اوږده خطبه ويل چي په هغه کي حمد، ثنا، قراءة ، درود شریف او شهادتين وي،  دا سنت طريقه ده،که يې ووايي ښه کار دى، او که يې پريږدي ګناه کار دى (٢) خو خطبه صحيح ده. 

جواب : مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح : مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وَكَفَتْ تَحْمِيدَةٌ أَوْ تَهْلِيلَةٌ أَوْ تَسْبِيحَةٌ هَذَا إذَا كَانَ عَلَى قَصْدِ الْخُطْبَةِ.
(٢): وَأَمَّا سُنَنُهَا فَخَمْسَةَ عَشَرَ....... الخ، إلَى أَنْ قَالَ وتارکها مسئى . الفتاوي الهنديه : ج١ : ص١٤٦ .

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته