تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د لماځه په اړه درواغ ویل او دعوت
 
  April 7, 2013
  0

 تعليم الاسلام دار الافتاء


مسلسله شمېره : (۵٦٥)

نوم: سيد 

سوال : که چيری یو سړی لمونځ نه کوي  او هر وخت ورته وایې چي ځه ځوو لمونځ وکوه او هر وخت هغه  تا ته وایی چي ما کړیدی او زه پوهیږم چي هغه همېشه دغه خبره کوي چي ما کړیدی یعنی درواغ وایي او هر وخت مات ته یو بانه هم کوی.او په هغه دا خبره ډیره بده لګيږي،  چي ورته د لمانځه وایم. اوس څه جواز لری چي هغه ته یې وکړم.څه ور سره وکړم.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ستا وظيفه امر بالمعروف ده،  منل يانه  منل دده کار دى، تا خپله وظيفه اداء کړه، اوس که چيري د فتنې بېره وي چي ستا په ډېرو ويلو سره اخير الله  مه کړه داسي خبره ونه کړي چي وه ايمان ته يې خطر سي ،نو اوس په زړه کي دده د عمل څخه نفرت کوه، په خوله ويل درباندي واجب نه دي .

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):عن حذيفة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : " والذي نفسي بيده لتأمرن بالمعروف ولتنهون عن المنكر أو ليوشكن الله أن يبعث عليكم عذابا من عنده ثم لتدعنه ولا يستجاب لكم " . رواه الترمذي . مشکوة باب بالمعروف . 
(٢): وشرطهما أن لا يؤدي إلى الفتنة كما علم من الحديث وأن يظن قبوله فإن ظن أنه لا يقبل فيستحسن إظهار الشعار الإسلام. مرقاة شرح مشکاة: ج٩، ص٣٢٩.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته