تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لږ او ډېر خوراک کول
 
  April 11, 2013
  0
رالېږونکی: نذیر احمد

په کتاب الطب کي ابونعیم لیکلي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: الله تعالی جل جلاله د انسان تر نس لوی لوښی نه دی پیدا کړی، انسان ته پکار ده چي کله خوراک کوي نو د نس درې برخي دي په داسي ډول ووېشي: د نس یوه برخه د خوراک لپاره، یوه برخه د اوبو لپاره او یوه برخه د ساه اخیستلو لپاره.

فائده: ددغه حدیث شریف څخه څرګنده سوه که د یو چا خوراک د درې پاوه په اندازه وي نو هغه دي یو پاو وخوري، ددې لپاره چي روغتیا تر لاسه سي او حقیقت هم دا دی چي د لږ خوراک ډېري ګټي دي د کومو څخه چي یو څو په لاندي ډول دي:

۱- روغتیا تر لاسه کیږي.
۲- حافظه او عقل تېزیږي.
۳- د ضرورت څخه زیات خوب نه راځي.
۴- ساه په آساني سره خیژي.
۵- په لمانځه کي سستي او خوب نه راځي.
۶- د معدې خرابي او نورو ناروغیو څخه خوندي کیږي.

د زیات خوراک کولو تاوانونه

د یو حدیث شریف مفهوم دی چي ابن آدم تر خپل نس بل بد لوښی نه ډکوي یعني دا یو بد لوښی دی. د زیات خوراک څخه ډېر تاوانونه رامنځته کیږي لکه:

۱- د بدهضمۍ شکایت رامنځته کیږي.
۲- په عبادت کي خوند کمیږي.
۳- اولاد ټمبل او کم ذهنه پیدا کیږي.
۴- د الله تعالی جل جلاله د لوري د حکمت د خبرو څخه انسان محروم کیږي.
۵- په مطالعه او لوستلو کي زړه پر یوه حال نه وي یعني فکر یې ګډوډ وي.
۶- په داسي انسان کي شفقت نه وي.
۷- انسان په ډېرو خوراک آخر حلال او حرام نه ګوري.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته