تازه سرليکونه
د (خاتم النبيين ﷺ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټول عالم د رحمت وسيله
 
  October 12, 2014
  0
رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله د فیض او انعاماتو یوه ذریعه او واسطه ده، د خپل قابلیت په نسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول انسانیت لپاره یوه مکمله رڼا جوړه سوې راغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د انسانانو په مخکي د علومو خزانې کښېښودلې او د انساني ژوند هر اړخ او طرف ته یې لارښوونه وکړل، د انسان د پیدایښت څخه تر مرګه پوري او د مرګ څخه تر بیا ژوندي کېدلو پوري او بیا ژوندي کېدلو څخه تر ابدي ژوند پوري هغه کوم یو اړخ او شعبه ده چي د هغې لارښوونه رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه وي کړې؟

روح المعاني تفسیر په حواله د علامه ابن قیم رحمة الله علیه سره په دې مقام کي لیکلي دي: که چیري په دنیا کي د نبوت سلسله نه وي، نو نه به د ګټور علم (علم نافع) وجود وای او نه به یو ځای د عمل صالح تصور وای، او نه به د معیشت او معاشیاتو څه صحیح اړخ رسېدلی وای او نه به د حکومت چلولو څه ضابطې او قاعدې وای، بلکه خلقو به د حیوانانو، درنده ګانو، لېوانو او سپيانو په شان خلق خوړل (لکه نن سبا چي يې منظره په سترګو وینو).

الغرض په دنیا او عالم کي چي کوم ځای نیکي او خیر ښکاري دا ټول د نبوت اثر دی او په دنیا کي چي څه خرابي یا شرارتونه په نظر راځي، نو دا د رښتني نبوت د اثارو مخفي او کمزوري کېدو په وجه دي، ګویا چي عالم او دنیا یو بدن او جسم دی او نبوت ددې روح دی، لهذا د نبوت زمانه چي څومره لیري کیږي هغومره په دنیا کي به خرابي راځي. (روح المعاني، ج۶، ص۱۰۰) 

په هر حال د رسول الله جل جلاله ذات با برکت د عالم انسانیت د لارښووني او کامیابۍ او د دین او دنیا د ترقي لپاره یو رحمت دی. 
 
 
 

( نن چي د ورځي په زرګونو ښځي په کفري هیوادو کي بې پته کیږي دا ولي؟ دا ځکه چي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم راوړی فرمان یعني حجاب او ستر نه کوي، او په درسته نړۍ کي چي څومره مسلماناني ښځي په ښه عزت او عفت کي ژوند کوي دا صرف د هم هغه ستر فرمان اغیزې دي دا يې صرف یو مثال دی.  که څوک دده مبارک پر لارښوونو منګولي ټینګي کړي، په هغه سترګه ورته وګوري کوم چي د هغه قیمت دی نو یقیناً د نبوت د لارښوونو د برکتونو څخه به برخمن سي، ایا یو څوک به دا اقدام شروع کړي؟!).

 
ماخذ: علمي تقریرونه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته