تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د سرو یا سپينو زرو غاښ ایښوول
 
  May 22, 2013
  0

 دارالافتاء تعليم الاسلام 


مسلسله شمېره : (٢٩٢)

نوم: روح الله هلالي

د اوسېدو ځای:   بلوچستان پاکستان
    
سوال : د سرو زرو يا سپينو زرو غاښونه ايښودل د ښځو لپاره د شريعت له نظره څنګه کار دى ؟

جواب:

حامداً و مصلياً

 د سرو زرو يا سپينو زرو غاښونه ايښوول او  دارنګه د سرو زرو يا د سپينو زرو په تار يا مېخ باندي غاښ ټينګول د امام محمد رحمة الله عليه په اند جائز دي،  او د  امام ابوحنيفه رحمة  الله عليه  په اند د سرو زرو  غاښ ايښودل منع دي او د سپينو زرو  جائز دى،  او فتاوي عالمګيري ،ج٥ ،ص٣٣٦ کي د  امام ابوحنيفه رحمة الله عليه څخه يو روايت د امام محمد رحمة الله سره موافق را نقل سويدي نو پروا نه لري ، که د سرو زرو  وي يا د سپينو زرو  نر او ښځي دواړو ته جائز دى. (۱) 

لکن د نارینه لپاره د سرو زرو څخه ځان ساتل احتياط دى،(٢)

که چيري ديو چا غاښ ښوريدي او د لويدلو بېره ئي باندي وه نو ده بيا په سرو زرو يا سپينو زرو وتړۍ په نزد د امام بوحنيفه او امام ابويوسف رحمهم الله تعالى هيڅ پروا نه لري (۳)
----
(۱): فتاوي محموديه  ج١٩ ، ص٣٤٦ .
(۲): سونے کى ميخ وغيره سے اختلاف کي وجه سے اجتناب احوط هے . فتاوي  محموديه ج٩ ،ص٣٤٩ .
(۳):وذكر الحاكم في المنتقى لو تحركت سن رجل وخاف سقوطها فشدها بالذهب أو بالفضة لم يكن به بأس عند أبي حنيفة وأبي يوسف رحمهما الله تعالى. الفتاوی الهندیه: ج۵، ص۳۳۶.
--------------
جواب : مولوي عبدالحکیم
الجواب صحیح:  مولوي عبدالهادي آغا و مولوی عبدالغفار حسنيِ 
دارالافتاء تعليم الاسلام 
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته