تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په کلیسا کي سامان آلات رانیول
 
  May 28, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۸۲۳)

نوم: بي بي    
                                                       
سوال : که څوک یو داسي کلیسا ته ولاړ سي، چي په هغه کلیسا کی بتان نه وي، صرف د سوداګرۍ شیان وي، او هغه شیان د بازار په نسبت ډېر ارزانه وي، نو آیا داسي ځای ته تلل د مسلمانانو ایمان ته خو به زیان نه رسوي او بیع ئې څنګه ده؟ 
 
 جواب : 

حامداً و مصلياً

و کلیسا ته ورتلل او هلته شیان رانیول او خرڅول مکروه تحریمي دي، البته د دوی سره ناسته پاسته کول ډېر زیان لري، لکه الله جل جلاله د همدغه یهودو واقعه ذکر کړې ده، چي د دوی علماء د خرابو خلګو سره کښینستل الله جل جلاله د د غو علماؤ زړونه د دوی په شان کړل، نو مؤمن مسلمان ته پکار ده ،  چي د داسي ځایونو څخه پوره اجتناب او پرهېز  وکړي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وعن عبد الله بن مسعود قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : " لما وقعت بنو إسرائيل في المعاصي نهتهم علماؤهم فلم ينتهوا فجالسوهم في مجالسهم وآكلوهم وشاربوهم فضرب الله قلوب بعضهم ببعض فلعنهم على لسان داود وعيسى ابن مريم ذلك بما عصوا وكانوا يعتدون. مشکوة المصابیح: ج۲، ص۴۳۶ باب امر بالمعروف. امیر حمزه کتب خانه کوئټه.
 (۲): وقال ابن مالک رحمة الله علیه الباء للسبیبة ای سود الله قلب من لم یعص بشؤم من عصی فصارت قلوب جمیعهم قاسیة بعیدة عن قبول الحق و الخیر والرحمة بسبب المعاصی و مخالطة بعضهم بعضاء. مرقاة المفتاتیح: ج۹، ص۳۴۲. مکتبه رشیدیه.
(۳): يُكْرَهُ لِلْمُسْلِمِ الدُّخُولُ فِي الْبِيعَةِ وَالْكَنِيسَةِ ، وَإِنَّمَا يُكْرَهُ مِنْ حَيْثُ إنَّهُ مَجْمَعُ الشَّيَاطِينِ لَا مِنْ حَيْثُ إنَّهُ لَيْسَ لَهُ حَقُّ الدُّخُولِ وَالظَّاهِرُ أَنَّهَا تَحْرِيمِيَّةٌ ؛ لِأَنَّهَا الْمُرَادَةُ عِنْدَ إطْلَاقِهِمْ ، وَقَدْ أَفْتَيْت بِتَعْزِيرِ مُسْلِمٍ لَازَمَ الْكَنِيسَةَ مَعَ الْيَهُودِ. البحرالرائق: ج۷، ص۳۶۴ مکتبه حبیبیه کويټه.
(۴): يكره للمسلم الدخول في البيعة والكنيسة ، وإنما يكره من حيث إنه مجمع الشياطين لا من حيث إنه ليس له حق الدخول. ردالمحتار: ج۱، ص۱۸۰. کتاب الدعوی. طبع مکتبه رشیدیه.
(۵): هل یجوز العمل بالکناس لا یجوز لانها مکنة یشرک با الله فیهما. فتاوی العصر: ص۲۱۶. مکتبه اشرفیه. 

جواب: مولوي خان محمد
الجواب صحيح: مولوي سردار محمد، مولوي شاه ولي الله و مفتي جان محمد
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته