تازه سرليکونه
د (فتوا حج او عمره) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که د چا څخه پیسې ضایع سي نو حج
 
  June 2, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨۳۹)

نوم: نوراني
                                   
سوال : كه يو كس ته يو وخت ډيري پيسي په لاس ورسي بيا دلاسه ورڅخه  ووزي اوبيا  پيسي ونه لري ايا دحج فريضه  پر  پاته ده او که نه ?

جواب : 

حامداً و مصلياً

که چيري  د دغه کس سره دغه د حج پيسې په داسي وخت کي وي، چي د حج زمانه نه وي، يا د حج زمانې ته وخت پاته وي او بيا هلاک سي نو پر دغه کس باندي حج نه دى فرض.

او که په زمانه د حج کي (دکوچني اختر مياشت، مياني او دلوی اختر اولي لس ورځي) دا مال له دغه کس سره وي ، او د حج اراده يې هم کړې وي، خو البته بېله اختياره دده څخه هلاک او ضائع سي بياهم دده پر ذمه حج فرض نه دى.

او که چيري يې په خپل اختيار سره په داسي ځاى کي خرڅ کړي، چي د شريعت له لوري د خرڅ کولو امر نه وي نوپه داسي صورت کي دده پر ذمه حج کول لازم او واجب دى.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ثم ما ذكر من الشرائط لوجوب الحج من الزاد والراحلة وغير ذلك يعتبر وجودها وقت خروج أهل بلده إلى مكة حتى لو ملك الزاد والراحلة في أول السنة قبل أشهر الحج وقبل أن يخرج أهل بلده إلى مكة فهو في سعة من صرف ذلك إلى حيث أحب ، وإذا صرف ماله ثم خرج أهل بلده لا يجب عليه الحج فأما إذا جاء وقت خروج أهل بلده فيلزمه التأهب فلا يجوز له صرفه إلى غيره فإن صرفه إلى غير الحج أثم وعليه الحج كذا في البدائع. الفتاوي عالمګيريه: ج١، ص٢١٩. طبع المکتبة التجارية.

جواب: مولو عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته