تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: پر قران شریف لاس ایښوول او قسم
 
  June 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨٦٥)

نوم: حميد الله لودين
                                                   
سوال : که څوک پر قران شريف لاس کښيږدي او ووايي چي بيا به دا فلانى کار نه کوم مثال وايي چي درواغ  به نه وايم، خو بيا هم دى درواغ ووايي نو دې بايد څه وکړي؟ د قسم کفاره پر اوښتى ده، نو د قسم د کفارې څو روژې دي؟
 
 جواب : 

حامداً و مصلياً

صرف په قرانکريم باندي په لاس ايښيدلو سره قسم نه راځي، او که بيا هغه کار هم وکړئ، دې حانث نه دى، يعني کفاره پر ده باندي نه راځي نو په مذکوره صورت کښي دی حانث نه دى، روژه  وغيره پر ده باندي نسته. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): (وأما ركن اليمين بالله) فذكر اسم الله ، أو صفته ، وأما ركن اليمين بغيره فذكر شرط صالح ، وجزاء صالح. الفتاوي العالمګيرية: ج٢، ص٥١، کتاب الايمان الباب الاول، مکتبه رشيديه. 

(٢): محض قرانکريم سر پر رکهنا جب تک لفظ قسم زبان سے نه کہے قسم نہيں. امداد الاحکام: للمحدث العلامة ظفر احمد العثماني رحمه الله (من المشایخ علماء دیوبند- هند)، کتاب الايمان: ج٣، ص٤٠. دارالعلوم کراچي. 

جواب: مولوي عبدالغفار حسيني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته