تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د غله څخه غلا سوی مال استعمالول
 
  June 9, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (۸۳۷)

نوم: نوراني

سوال : که څوک دغله څخه یوشی په زور واخلی ده لره جواز ددی شی سته که یا چي استعمال يې کړي ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که څوک د غله څخه غلا سوى مال په زوره واخلي استعمال ئې جواز نه لري، بلکي لكه غله ته چي غلا کول حرام دى، دا ډول د غله څخه غلا سوی مال په زوره وړل دشخصي استعمال لپاره هم حرام کار دى، بلکه غلا سوى مال به وخپل مالک ته تسلمیږي.

د تاوان د راتلو په صورت کي مالک ته اختيار دى، د هر يوه څخه چي تاوان وړي وړلاى يې سي.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ( قوله الحرام ينتقل ) أي تنتقل حرمته وإن تداولته الأيدي وتبدلت الأملاك، لو رأى المكاس مثلا يأخذ من أحد شيئا من المكس ثم يعطيه آخر ثم يأخذ من ذلك الآخر آخر فهو حرام ا هـ. رد المحتار: ج٤، ص١٤٥- ١٤٦. طبع رشيديه.

(٢): لو غصب شخص من آخر شيئاً، فجاء آخر وغصبه منه، فهلك في يده، فالمالك باتفاق المذاهب الأربعة بالخيار: إن شاء ضمن الغاصب الأول، وإن شاء ضمن الغاصب الثاني، أو المتلف. الفقه الاسلامي: ج٥، ص٧٣٧. طبع بيروت.

جواب: مولوي سيد عبدالباري 
الجواب صحيح: عبدالهادي آغا و  مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته