تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د سهار د سنتو قضايي سته که یا؟
 
  June 17, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٨۴۲)


نوم: شیر
                                                         
سوال : زه چی مسجد ته د سهار د لمانځه دپاره  ورغلم نوامام اومقتدیان پر  التحیاته ناست وه ماهم سنت نه وکړه د دوی سره پر التحیات کښیناستم، امام سلام وګرزوی ما خپل لمونځ اداکړی،نوزه هغه دوه رکعته سنت د دوو رکعتوفرضو څخه کولای سم او که نه ؟  

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د سهار د سنت قضاء په تبع کي د فرض تر زوال پوري سته، وروسته تر زوال بيا نسته او که يوازي سنت قضا سي دهغو قضاء نسته،  نه دلمر ختو تر مخه او نه هم وروسته.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): وإذا فاتته ركعتا الفجر لا يقضيهما قبل طلوع الشمس ولا بعد ارتفاعها عند أبي حنيفة وأبي يوسف رحمهما الله تعالى والحديث ورد في قضائها تبعا للفرض. الهدايه: ج١، ص١٣٦. باب ادراک لفريضة.

جواب: مولوي عبدلهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفا حسيني و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

سرته