تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مریمي رض او یوسف ع زمانه
 
  July 3, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٨۸۴)

نوم: عمران صافى    
                                                       
سوال : د بي بي مريمې او يو سف عليه السلام زمانه يوه وه؟ د يو عيسوي سره مي بحث وو هغه وويل چي د بي بئ مريمې او يوسف عليه السلام تر منځ نکاح سوې ده، ددې په هکله که معلومات راکړي، دوهغه داچي مريم بي بي د بيت المقدس څخه و مصر ته تللي وه او که نه؟ او د عيسى عليه السلام د عمر د حالاتو معلومات راکړي، په څو کلني کي يې ورته کتاب ورکړ، څو کاله يې تبيلغ وکړ، او د قوم بد عملونه يې څه وه، او و اسمان ته د تلو صحيح قيصه يې په څه ډول ده.

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د بي بي مريمي زمانه د يوسف عليه السلام څخه ډېره وروسته ده، د عيسى عليه السلام  د ژوند حالات و اسمان ته ئې پورته کېدل او د هغه د قوم قصې په قرانکريم کي ذکر سوي دي، په دې يوه پاڼه کي دا ټول معلومات نسو بيانولاى. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): البدايه ولنهايه: ج٢، ص٧٥.
(٢): البدايه والنهايه: ج٢، ص٨١. بیروت
(٣): د نبوت او انبياوو تاريخ: ص٣٢٥.

جواب: مولوي عبدالهادي اغا 
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري و مولوي رفيع الله 
تعليم الاسلا دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته