تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لږ تکلیف دوې خوشالی
 
  June 17, 2015
  0
یو مسلمان چي د سپېدو څخه بيا تر لمر لوېدو پوری د الله جل جلاله لپاره خوراک چښاک ونه کړي او نه خپلي جنسی اړیکی پوره کړي په همدا لږ مده کي که د لوږي تندي سره مخ سي پر هغه صبر وکړي او که جنسي تقاضا ورته پیدا کیږي هغه پوره نه کړي او د نفسي تقاضا پرنه پوره کولو چي د لږ تلخکۍ سره مخ کیږی پر هغه صبر وکړي نو د همدې لږ تکلیف  په بدله کي به په دنیا او اخرت کي د دوو لویو خوښیو سره  مخ سی لکه څه ډول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :
(للصائم فرحتان فرحة عند فطره و فرحة عند لقاء ربه )متفق علیه

ژباړه: روژاتي لره دوې خوښۍ دي یوه خوشالۍ يې د روژه مات پر مهال ده او بله خوشالي  يې څه وخت چي د خپل رب سره مخامخ کیږی وړونو د روژه مات خوشالي خو موږ او تاسو هر یوه لیدلې ده دا دوني ښکلې خوشالي ده چي هر څوني لوی دعوت ته څوک بلل سوی وي هغوني هوس به ورته ونه کړي څوني هوس چي روژاتي يې د روژه مات لپاره کوي دا یې دنیاوي خوشالي ده  او د اخرت خوشالي بیا هغه وخت معلومیږي چي د قیامت په ورځ الله جل جلاله و روژاتي ته د هغه د روژې ثوابونه ورکوي.

ماخذ:د تعلیم الاسلام مجلې څخه، ۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته