تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ثواب څخه محروم کورونه
 
  June 15, 2017
  0
 عن انس رضي الله عنه  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم  اذا کان ليلة القدر نزل جبرائيل علیه السلام  في کبکبة من الملائکة يصلون على کل عبد قائم او قاعد يذکر الله عز وجل فاذا کان يوم عيدهم يعني يوم فطرهم باهي بهم ملائکته فقال يا ملائکتي ما جزاء اجير وفي عمله قالو ربنا جزاءه ان يوفى اجره قال ملائکتي عبيدي واماءي قضوا فريضتي عليهم ثم خرجوا يعجون الى الدعاء وعزتي وجلالي وکرمي وعلوي وارتفاع مکاني لا جينهم فيقول ارجعوا قد غفرت لکم وبدلت سيئاتکم حسنات قال فيرجعون مغفورا لهم. (رواه البيهقي في شعب الايمان کذا في المشکوة)

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي : کله چي د قدر شپه سي نو جبرائيل علیه السلام  د ملائکو د يوې ډلي سره راکښته سي وهر ناست او ولاړ سړي ته چي د الله  جل جلاله  په ذکر اخته وي د رحمت دعا کوي . کله چي د کوچني اختر ورځ سي نو الله جل جلاله  پر ملائکو باندي فخر کوي او ورته وايي چي د هغه چا مزدوري څشي ده چي خپل خدمت پوره وکړي؟ ملائکي ورته ووايي چي داسي چاته دي بدله پوره ورکړل سي. الله جل جلاله  وفرمايي : زما بندګانو او مينځيانو فرض پوره  ادا کړل بيا عيدګا ته ولاړه په چيغو يې دعا کول زما دي په خپل عزت ، لويى ، کرم او لوړوالي قسم وي چي زه به ددوئ دعا قبلوم بيا به ورته وويل سي چي ستاسو ګناوي مي وبخښلي په نيکۍ مي در بدلي کړي دوئ به په داسي حالت کي د عيدګاه څخه راووزي چي بخښل سوي به وي .
 

فايده : د حضرت جبرائيل علیه السلام  مځکي ته راتلل په قرآن کريم کي هم ذکر سوى دى لکه مخکي چي تير سو او په ډېرو حديثو کي هم دغه بيان په ښکاره ډول راغلى دى خو ددغه رسالې په آخر کي به په يو اوږده حديث کي تفصيلي بيان راسي چي جبرائيل علیه السلام  وملائکو ته فرمايي چي تاسو د هر ذکر کونکي سره لاس په لاس سئ.

غالية المواعظ د شيخ عبدالقادر جيلاني رحمة الله علیه  د کتاب غنية په حواله ليکي چي ابن عباس رضي الله عنه  فرمايي: ملائکي به د جبرائيل علیه السلام  په وينا په مځکه کي خوري سي او هيڅ کور ، کښتۍ ، لوي او کوچنى ځنګل به نه پريږدي چي مؤمن پکښي وي مګر هغه ته دلاس په لاس  کېدو لپاره ورځي. مګر هغه کور ته نه ورځي چي سپى ، يا خنزير ، يا د ناروا کار په وجه جنبي يا تصوير پکښي وي خو بد بختانه په اوس وخت کي په څومره کورو کي يوازي د ښکلا لپاره څومره تصويرونه ځړيږي ددې لوى نعمت څخه يې په خپل لاس ځان بې برخي کړى دئ . تصوير ځړونکي يو سړى وى خو دده په وجه ټول کور ددې رحمت څخه بې برخي سي.

 
ماخذ: فضايل اعمال 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته