تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ستر دښمن سره جنګ
  تعلیم الاسلام
  September 27, 2015
  0

 بسم الله الرحمن الرحیم

لیکوال : نثار احمد صمد

 
تر لومړۍ او دوهمی نړیوالی جګړې وروسته دنیا په دې خوشحاله ده چی د سولي او آرامۍ  څخه برخمنه ده ، خو له دې نه غافل دي چی دښمن ټولي نړۍ ته په کمین کی ناست دی ، شپه او ورځ د انسانانو د تباهۍ او ناکامۍ  نقشې جوړوی . خو افسوس چی د بشري حقوقو ملاتړي ، د امنیت او نړیوالی سولي جوړښتونونه هیڅ یو هم نسي کولای چی د دې خطرناک او پیاوړي دښمن په وړاندی بریمن او اغېزمن پروګرام جوړ کړي ، آن دا چي هغوی پخپله ټول د دې ناولي دښمن ښکار دي .
 
دا یو نظامي اصل دی چی تر څو د غلیم ځای او پوځي قدرت معلوم نه کړو ، د هغه سره مقابله نسو کولای او نه پوهیږو چي اړونده جنګ به څومره موده په بر کي ونیسي .
 
ښایی ځیني کسان امریکا ، برتانیه ، اسراییل..... خطرناک وبولي او فکر وکړي چي همدا د بشر تر ټولو ستر دښمنان دي . خو که ژور فکر ورته وکړو ، نو وبه وينو چي دغه ځواکونه کولاي سي چي ګڼ شمير انسانان ووژني او ژوند ډير ورته سخت او ګواښمن کړي . خو هغه دښمن چي موږ يې په هکله ږغيږو ، د دغو څخه ډير ستر او خطرناک دی . هغه دښمن کولای سي چي د انسان دنيا او آخرت دواړه خراب او برباد کړي .
 
هو ، دغه ستر او خطرناک دښمن « ابلیس » نومیږي چي لقب یې « شیطان » دی ( البقره : ۳۵ ، ۳۶ ؛ الاسرأ : ۶۱ ـ ۶۴ ) . دﺉ تر ټولو ستري وسلې او تجهیزات لري ، یوه ثانیه هم د انسان سره له جنګه نه بېکاره کیږي او د دې کار لپاره یې د خدای په حضور کي قسم کړی دی ، یعني د انسان ازلي دښمن دی ( یوسف : ۵ ؛ الاسرأ : ۵۳ ؛ فاطر : ۶ ؛ الزخرُف : ۶۲ ) . کله چي هغه د خدای له امره سرغړونه وکړه ، نو خدای هم لعین وباله او د جنت څخه یې وشړﺉ ، وروسته یې له خدایه وغوښته چي تر قیامته د همدې کار لپاره مهلت ورکړی ، الله هم مهلت ورکړ ، نو ځکه له هماغه وخته ابلیس د انسان سره جنګ راپیل کړ ( الحجر : ۳۴ـ ۴۰ ) .
 
هغه د انسان سره په خپل لومړني جنګ کي بریمن او فاتح سو ، او په دې وتوانېد چي ابوالبشر آدم (علیه الصلاة والسلام) او د هغه ميرمن د جنت څخه وباسي . وروسته په خپل دوهم جنګ کي هم کامياب سو او ويې کړای سو چي په خپلو دسیسو او نقشو سره « هابیل » او « قابیل » سره وجنګوي او په دې توګه یې د لومړي ځل لپاره په نړۍ کي د قتل او ورور وژنې اساس کښېښود .
 
ولي پرعظیم او مهربان خدای باندي خپل بندګان ډير ګران دي نو ځکه غواړي چي په هغوي خپل دغه ستر دښمن ښه ترا وپیژني تر څو د مقابلې لپاره یې ځانونه ښه چمتو کړي . الله تعالی څو څو واره په همدې خاطر خپلي سرلوحې په لاره کي راته درولي دي چي پر ليکلي به وو «  متوجه او پوه سئ چي شيطان ستاسو ښکاره او قسم خوړلي دښمن دی » ، او کله کله یې زموږ انسانانو د متوجه کولو او پوهولو لپاره خپل خاص استازي مؤظف کړي او رالیږلي هم دي . خو پوښتنه دا ده چي آیا موږ د خپل دغه قسم خوړلې دښمن په وړاندي کوم اقدام کړی دی که یا ؟ 
 
وګورﺉ الله تعالی په خپل کلام یعني قرآن کی دغه دښمن ۱۱ واره د « ابلیس » په نوم رامعرفي کړی دی ؛ هم یې دغه لوی دښمن د خپلو جنګي تاکتیکونو او چلونو له مخي ۶۸ ځله د « شیطان » په نوم راښودلی دی . د هغه د جمعي صیغه یعني « شیاطین » ۱۷ ځله په قرآن کی ذکر سوې ده .
 
هو ، دغه تر غاښو وسلوال دښمن په دې دنیا او هغه دنیا کي د انسان د ذلیل او خوار کولو لپاره ډول ډول وسیلې او نقشې لري . دغه ستر دښمن د شپږو لارو څخه د انسان دنیا او عقبا تباه کوی :
 
لومړی ـ کفر او شِرک : د شیطان اول هدف دا دی چي موږ په « کفر » مبتلا کړي ، یعني دا چي انسان بايد کافر سي او الله و نه مني ؛ يا دا چي هغه لږ تر لږه « مشرک » کړي . يعني الله وپيژني او ويې مني ، خو يو بل څه هم ورسره شريک کړي ( يوسف : ۱۰۶ ) .
 
دوهم ـ بدعت : که دغه ستر دښمن په اول هدف کي ناکام سي نو کوښښ کوي چي انسان په بدعت کي يې راګير کړي . يعني د دود او رواج سره سم د ساختګي عباداتو کول چي يو څوک يې د ثواب په نوم کوي . بدعت هغه نوي شي ته وايي چي نه په قرآن کي تايید سوﺉ وي او نه هم په نبوي سنت او نه يې هم د څلورو خليفه وو په عصر کي شتون لرلی وي . ځکه نو بدعت ته يو خوږ نوم ورکوي چي د غم او خوښیو په مراسمو او نورو وختونو کي یې د عبادت په نوم اجرا کوي او شیطان خوشحالوي .
 
درېیم ـ کبیره ګناه : که بدعت هم تأثر ونکړي نو شيطان زيار باسي چي انسان د الله څخه ليري کړي ، يعني مخلوق د خالق څخه بېلوي . عابد او معبود يو له بله جدا کوي چي مثالونه يې قتل ، جادو ، غيبت او نور دي .
 
څلورم ـ صغیره ګناه : که کبیره یعني ستره ګناه ونسي ، نو انسان په صغيره يعني کوچنۍ ګناه مبتلا کوي . ورته وايي چي ما د مفتي صاحب ، ملا صاحب ، مولوي صاحب.... څخه پوښتلي دي ، د دې کار يا عمل اجازه سته ! لاکن باريکي دا ده چي کوچني ګناهونه سره یو ځای کیږي او ستر ګناهونه جوړوي .
 
پنځم ـ په مباحاتو سره مصروفول : شیطان لا بیا هم ناهیلي سوی نه وي او انسانان په مباح او روا کارونو سره داسي مبتلا کوي چي تر هغه مهم او اساسي اعمال ورڅخه ضايع کړي . يعني دومره يې په دغسي کار کي بوخت ساتي څو چي عبادت يې له لاسه ووځي . مثلأ کوم خواړه هغه ته ډير خوندور وښيي ، هغه يې هم وخوري او بدن يې دروند سي څو چي لمونځ ورڅخه قضا سي . يا يې په کوم بل کارداسي بوخت کړي ( مثلأ د اخبار يا کتاب لوستل ، کمپيوټر کتل.... حتي که هغه سالم او ګټور هم وي ) چي له امله يې د لمانځه وخت ورڅخه تير سي.....
 
شپږم ـ د ګناه بې ځایه کړنو ته بلنه : که یو څوک په پنځم شیطاني دام کي هم راګير نسي ، نو شیطان یې په یو داسی کار کي راګيروي يعني بوخت يې ساتي چي د وخت د ضایع ترڅنګ ګناه هم لري . په بل عبارت ، هغه د افضل عمل څخه راګرځوي او په لا یعني کار کي يې مصروفوي . د دې دام بيلګې موږ هره ورځ په سترګو وينو . مثلأ د تلاوت پر ځاي د ټلويزيون يا فلم کتل ، د نصيحت پر ځای ورقی ( پتی ) کول ، د ذکر پر ځای سندره (د فحشاء شعرونه) زمزمه کول او بې شمیره نور دغسي اعمال . 
 
 
نو د خلاصون او بري لاره یې څه ده ؟
 
که یو څوک په دغو شپږو دامونو کي راګير نسي ، نو په الهي پیرزوینه سره پاک مؤمن او هدایت کړه سوي انسان دی . هو ، اراده او فيصله اړينه ده ، بصیرت لازم دی ، دعا او تضرع لازم دي ، ټینګ ایمان غواړي یعنی الله عزوجل ته باید پناه یووړه سي ( المؤمنون : ۹۷ ـ ۹۸ ) .
 
موږ شیطان نه وینو خو هغه مو ویني ، حال دا چي الله تعالی شیطان ویني خو شیطان قطعأ هغه ذات (جل جلاله) نسي لیدلای . باید جدأ متوجه اوسو چی شیطان هیڅکله یو انسان په زور یا فزیکي قوت سره خبیث عمل او ګناه ته نه مجبور کوي بلکي یو ناولی کار ښه ورته برېښوي او په زړونو کي وسوسه ور اچوي او په دې ډول يې غولوي ( النمل : ۲۴ ؛ الناس : ۴ ـ ۵ ) . نو که الله ته پناه یوسو ، شیطان به هیڅکله هم د فتنې ، دسیسې او توطئې کولو توان ونلري او د دغه ستر دښمن سره به په جنګ کي بريمن يو ( النسأ : ۷۶ ) . والسلام ، « ن . صمد »   
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته