تازه سرليکونه
د (فتوا معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: یو جنس په بل بدلول چي فرق ولري
 
  August 18, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۴۸)

نوم: نثار احمد

د اوسېدو ځاى: (لښکرګاه افغانستان )

سوال : موږ په لښکرګاه ښار کي د سولر يا شمسي هندارو کاروبار کو، نو کله کله موږ يوه شمسي په بلي شمسي سودا کوو چي دواړي يو جنس دي البته په ماډل او د برق په قوت کي فرق لري، که چيري يوڅه پيسې ځني اخلو دا څنګه معامله ده. 
 
فکر کوم چي د سود کومه معامله پکښي را نه سي؟ مثلاً که ١٥٠ واټه شمسي  په ١٥٠ واټه شمي سودا سي چي په ماډل او د برق په قوت کي فرق لري؟ او که ٨٠ واټه شمسي په ١٥٠ واټه شمسي سودا سي چي په ماډل او د برق په قوت کي فرق لري او يا ئې ونه لري؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

شمسي تختې په سودي مالونو کي نه راځي ځکه په پيمانه او تاله نه خرڅيږي، تاسو کولاى سي دوې زړې ئې په يوه نوې  يا يو ماډل ئې په بل جمع څه اندازه پيسې تبادله کړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال ا لحنفية : علة ربا الفضل أو الضابط الذي تعرف به الأموال الربوية: هي الكيل أو الوزن مع اتحاد الجنس.... وعلى هذا فإن الأموال المثلية (المكيلات والموزونات) هي التي يجري فيها الربا. وأما الأموال القيمية كالحيوان والدور وأنواع الطنافس والجواهر والآلئ، فلا يجري فيها الربا، فيجوز مبادلة الكثير بالقليل كغنمة بغنمتين؛ لأن القيميات ليست من المقدرات، أي التي تجمع بين أفرادها وحدة مقياس ومقد. الفقه الاسلامي: ج٤، ص٦٧٦- ٦٧٧.


جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي رفيع الله 
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته