تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: زما د پلار په میراث کي د اکا حق
 
  August 18, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۵۰)

نوم: سعيد رفيق

د اوسېدو ځای: کنړ 
                     
سوال : زما د پلار څخه  و ماته مځکه او کور   پاته سوي دي، هغه وخت چي زما پلار مړکېدئ  زه ٢ کلن وم او زموږ  سره په يو کلي کي اوسيدئ ،  خو کور مو  بيل وو  ، اوس زما ترونه زماپه جايداد کي راسرا دعوه کوي،  چي په دي کي موږ درسره شريک يو  ، په داسي حال کي چي دا کور او مځکه و ماته د پلار څخه پاته سوي دي ، نو اوس دوئ په دغه مځکه او کور کي حق لري او که نه ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

که مځکه او کور يوازي ستاسو د پلار شخصي ملکيت وو، نو ستاسو اکاګان ونډه نه پکښي لري ځکه د مړي زامن چي وي وروڼه ئې ميراث نه سي وړلاى.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): يُوصِيكُمُ اللَّهُ فِي أَوْلَادِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الْأُنْثَيَيْنِ . سورت النساء ايت١١.
(٢): قال رسول الله صلى الله عليه وسلم البينة على المدعي واليمين على المدعى عليه ، رواه ترمذي .


جواب : مولوي رفيع الله صاحب 
الجواب صحيح : مولوي عبدلهادي اغا ، مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته