تازه سرليکونه
د (فتوا حلال او حرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ویب پاڼې ته اسلامي ویډیو پورته کول
 
  August 22, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (٩۶۱)

نوم: عبدالکبير

د اوسېدو ځاى: (لندن برتانيه  )

سوال : زه غواړم د اسلام مبارک دين له پاره داسي خدمت وکړم چي د انټرنيټ له لاري وي، نو زه غواړم چي ويب پاڼي ته اسلامي انځورونه او ويډيو ګاني پورته کړم چي په دې کي يوازي اصلاحي پروګرامونه وجود لري، لکه تلاوتونه، د اسلامي علماوو مناظرې،  د ښځو مسلمانېدل او داسي نور... ايا داسي انځورونه او ويډيوګانو اجازه سته او که نه؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

 د انټرنيټ له لاري دين ته خدمت کول جائز  او موجوب د ثواب دى، البته دين ته د خدمت طريقه هم بايد ديني او مشروع وي. انځورونه او ويډيوګاني د ښځينو وي او که د نارينو اصلاحي وي او که  غير اصلاحي جوړول، نشرول او کتل ئې علماء کرام ناجائز او حرام بولي.

د ويډيو حکم هم د انځور( تصوير) دى لهذا تاسي کولاى سي چي ويب پاڼي ته اصلاحي تقريرونه، وعظونه، تلاوتونه او داسي نور پورته کړي او ځان د اسلام په خادمانو کي داخل کړی.  د انځورونو او  ويډيوګانو د پورته کولو څخه ډډه وکړئ، او پر ځاى ئې نور اخلاقي شيان پورته کړی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  د زيات تفصيل لپاره وګورئ. آپ کے مسائل: ج٨، ص٤٢٨، بياتر ٤٤٦ پوري. للشیخ علامه مفتي محمد یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه 

فتاوي عثماني: ج١، ص١٨٤، ١٨٥، ١٨٦، للعلامه مفتي محمد تقي العثماني مکتپه معارف القران کراچي. 

فتاوي حقانية: ج٢، ص٤٣٢، ، للعلامة الشیخ عبدالحق رحمه الله (شیخ دارالعلوم دیوبند- هند) دارالعلوم حقانية.

فتاوي محمودية: باب الصورة والملاهي والفصل الثالث في  الملهى والتلفزيون. ج١٩، ص٤٦٩، څخه بيا تر ٥٢٧ پوري، للعلامة مفتي محمود حسن ګنګوهي رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند). ادارة الفاروق. 

جواهر الفقه: ج٧، ص١٨١، څخه بيا تر ٢٨٢ پوري. للعلامة مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند)

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني  و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته