تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پاک غاښونه د زړه د ناروغیو امکان کموي
  تعلیم الاسلام
  October 5, 2013
  0
رالېږونکی: فریداحمد (فراهي)
 
د غاښونو د پاكولو او برسولو د ګټو په باره كې تر اوسه پورې ډېرې خبرې شوې دي خو په دې لړ كې يوه نوې او مهمه خبره تېره اونۍ  په برلين كې د عمومي ميكروبيولوژۍ  د ټولنې په غونډه كې د برستول پوهنتون استاد ډاكتر هارواد جينكسن وكړه. هغه وويل چې اوس طب دا مني چې د غاښونو نه پاکول او پاك نه ساتل د زړه د ناروغيو يو لوى او مستقل عامل دى.
 

 
د ملګرو ملتونو د روغتيا اداره يا ډبليو، ايچ، اوو وايي چې تر بلې هرې ناروغۍ  د زړه د ناروغيو په وجه
ډېر كسان مري. د دې ادارې له اټكل سره سم، هر كال په نړۍ كې اوولس ميليونه كسان د زړه د ناروغيو په وجه خپل ژوند له لاسه وركوي. د دې ناروغيو په لويو او اصلي عواملو كې د سګريټو څكول، چاغوالى او د وينو كليسترول يادېږي خو اوس طب دا منلې ده چې د غاښونو ناپاكي او نه برسول هم د زړه د سكتو او حملو يو مستقل عامل دى.
 
 
د برلين د تېرې اونۍ په نوموړې غونډه كې وويل شول چې خوله ممكن د انسان د بدن تر ګردو ناولى ځاى وي. ځكه دلته تر اووه سووه ډوله ډېرې باكترياوې ځاله كولاى شي. د دغو ميكروبونو يو لوى شمېر بدن ته ضرر نه لري، يو شمېر خو يې ګټور هم دي ، مګر يو برخه يې بدن ته ضرر پېښوي او دغه ضرري باكترياوې ممكن د زړه د خطرناكو ناروغيو سبب شي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته