تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا:که د چا څخه د مازیګر ۳ رکعته تیر سي
 
  October 8, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۱۳)

نوم: موسی

د اوسېدو ځاى: ( جلال اباد   )

سوال : کله چي یو کس د ماپښین یا د مازیګر په لمانځه کي یو رکعت ونیسي نورو رکعتونو کي به مقتدی اول ډک رکعتونه راګرځوي که تش؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

اول دوه رکعتونه ډک ورپسې یو رکعت تش ادا کیږي، خو د اول رکعت وروسته به کښیني تر ناستي وروسته به بیا دوه رکعتونه ادا کوي چي اول رکعت به ئې ډک کوي او دوهم به ئې تش ادا کوي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويقضي أول صلاته في حق قراءة وآخرها في حق تشهد  قال العلامة الشامی: وقالا ركعة بفاتحة وسورة وتشهد ثم ركعتين أولاهما بفاتحة وسورة وثانيتهما بفاتحة خاصة. ج۱، ص۴۴۱، قبیل باب الاستخلاف.
(۲):والمسبوق: من سبقه الإمام بكل الصلاة أو ببعضها. وحكمه أنه كالمنفرد بعد البدء بقضاء ما فاته، فيأتي بدعاء الثناء، والتعوذ لأنه للقراءة، ويقرأ؛ لأنه يقضي أول صلاته في حق القراءة. الفقه الاسلامي: ج۲، ص۲۱۰. 

جواب:  مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري و  مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته