تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د جمعې د ورځي سنت پرېښول څنګه دي؟
 
  October 12, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۳۵)

نوم: هدایت الله

سوال : د جمعې د ورځي آخر ۲رکعته سنت او نفل دي او په نه کولو ئې څه کیږي زه ئې نه کوم دا څنګه دی؟

جواب : 

حامداً و مصلياً

د جمعې د ورځي آخري دوه رکعته سنت غیر مؤکده دي.
اصلاً سنت او نفل د فرض لمانځه د تکمیل  لپاره وضع سوي دي، که چیري نقصان په فرض کښي راسي، د هغه جبیره( پوره والی) په سنتو او نفلو سره کیږي، نو یوه مسلمان لره په کار نه دی چي په سنتو کښي کوتاهي او سستي وکړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال العلامة العثمانی: عن ابی عبدالرحمن السلمی.... فان عبدالله بن مسعود رضی الله تعالی عنه یعلمنا ان نصلی اربع رکعات بعد الجمعة، حتی سمعنا قول علی: صلوا ستاً الخ ذهب البه ابویوسف من ایمتنا ان السنة بعد الجمعة ست رکعات... الخ. اعلاء السنن کتاب الصلوة باب النوافل والسنن: ج۷، ص۱۷، دارالکتب العلمیة، بیروت. 

(۲): و کذا في فتاوي محمودیه: ج۸، ص۳۴۴. 

جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته