تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د مسجد د برق محصول د زکات څخه
 
  October 26, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۲۰)

نوم: محمد یونس

د اوسېدو ځاى: (کالفورنیا امریکا )

سوال :  د مسجد د اوبو ( محصول) او د برق ( محصول) د ذکات د پیسو څخه ورکولای سو؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

مسجد او د مسجد په اړونده چارو کي د ذکات ورکول نه صحیح کیږي د سخت مجبوریت په حالت کي ئې چاره داده چي یو مسکین کی د بل چا څخه پیسې قرض کړي او په مسجد ئې خرڅي کړي، یا ئې د اوبو او برق بېل په اداء کړي او بیا دي دغه کس ته د زکات پیسې ورکړي څو خپل قرض په اداء کړي. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):  ولا يبنى بها( الزکاة) مسجد ولا يكفن بها ميت لانعدام التمليك وهو الركن وتحت هذا العبارة مکتوب فی الحاشیه وکذا السفن والسقایات. الهدایة: ج۱، ص۱۸۸. 

(۲): آپ کی مسائل اور انکاحل: ج۵، ص۱۷۰ 


جواب: مولوي عبدالغفار حسیني 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 

سرته