تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د زابل ولایت څخه د راغلو علماوو ملاقات
  تعلیم الاسلام
  November 13, 2013
  0

 د تعلیم الاسلام راډيو د دفتر څخه د زابل د شیخ الحدیث لیدنه

۱۳۹۲/لړم/۳

 
د زابل ولایت مشهور شیخ الحدیث مولوي عبید الرحمن اخندزاده صاحب د تعلیم الاسلام راډيو د رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي صاحب سره وکتل.  په دې کتنه کي چي د تیري جمعې په ورځ دمازیګر د لمانځه وروسته  د تعلیم الاسلام راډيو د کندهار  په مرکزي دفتر کي ترسره سوه، د شیخ الحدیث مولوي عبیدالرحمن اخندزاده صاحب سره مولوي محمد علي صاحب ، مولوي عبد الله صاحب او دکندهار د اشرفيې مدرسې رئیس مولوي محمد رسول صاحب هم ملګری وو.
 
شیخ الحدیث مولوي عبیدالرحمن اخندزاده  په زابل ولایت کي د بانفوذو اشخاصو څخه دی چي د حدیثو د لويي دورې مقدسه دنده اجرا کوي.
 
 
د زابل شیخ الحدیث صاحب د راډيو د خدمتونو ډېره ستاینه وکړه او ددې اسلامي راډيو خدمتونو يې یونړۍ وال دیني خدمت وباله او د لر او بر افغانانو لپاره يې د دیني پوهي او دیني اړتیاوو د پوره کولوبهترینه وسیله وبلل او دا هیله يې څرګنده کړه  چي د تعلیم الاسلام راډيو نشرات په زابل ولایت کي هم
 
فعالیت پیل کړي. د تعلیم الاسلام راډيو رئیس مولوي محمد عمر خطابي صاحب وویل چي د امکاناتو په موجودېدو کي به ان شاءالله دا هڅه وکړو چي تعلیم الاسلام راډیو په نورو ولایتونو کي هم څانګي پرانیزي.
 
د یادولو وړ ده چي فعلاً تعلیم الاسلام راډیو په کندهار، هلنمد او ارزګان ولایت کي فعالیت لري او ددې ترڅنګ یوه اسلامي ویب پاڼه هم لري چي د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه په زرګونه افغانان خپله دیني اړتیا ورڅخه پوره کوي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته