تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: اته رکعته تراویح او یو رکعت وتر
 
  January 13, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۶۴)

نوم: اکبر حسین

د اوسېدو ځاى: (دوحه ،  قطر  )

سوال : موږ دلته په عرب ملکونو کي یو، اوس د رمضان میاشت ده دلته اته (۸) رکعاته تراویح کیږي او وتر یو رکعت،نو که چیري موږ  د دوي سره اته (۸) رکعته تراویح وکړو نو موږ وتر د هغو سره یو رکعت کولای سو او که نه؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

تراویح زموږ د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه پر مذهب باندي شل رکعاته دی،  وتر لمونځ زموږ پر مذهب درې رکعاته دی په یوه سلام سره ، د یوه رکعت وتر کولو څخه منع راغلې ده،  بعضي شافعي مذهبو مکروه ګڼلې ده.

په شافعي مذهبه پسي د حنفي مذهبه کس اقتداء هغه وخت نه صحیح کیږي که ئې د بدن څخه وینه خارج سوه یا دخوب څخه را  پورته سو اودس ئې تازه نه کړی او تا هم پر دغه عمل باندي ولیدی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): الوتر ثلاث ركعات لا يفصل بينهن بسلام لما روت عائشة رضي الله عنها أن النبي عليه الصلاة والسلام كان يوتر بثلاث وحكى الحسن رحمه الله إجماع المسلمين على الثلاث وهذا أحد أقوال الشافعي رحمه الله تعالى وفي قول يوتر بتسليمتين وهو قول مالك رحمه الله تعالى والحجة عليهما ما رويناه. ... وإذا علم المقتدي منه ما يزعم به فساد صلاته كالفصد وغيره لا يجزئه الاقتداء به. هدایة: ج۱، ص۱۲۸- ۱۲۹. 

مرقاة شرح المشکوة: ج۳، ص۱۶۰- ۱۷۰. فتح القدیر: ج۱، ص۳۷۲- ۳۷۳- ۳۸۱- ۴۰۷ پوري. 
(۲):  لما روي أن عمر رضي الله عنه جمع أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم في شهر رمضان على أبي بن كعب فصلى بهم في كل ليلة عشرين ركعة ، ولم ينكر أحد عليه فيكون إجماعا منهم على ذلك. بدائع الصنائع: ج۱، ص۱۸۸.


جواب:  مولوي رفیع الله 
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
-------------------
یادونه: د شلو رکعتونو تراویح په اړه لاندي کتاب مطالعه کولای سی:
شل رکعته تراویح او د هغو ثبوت

 او د درو رکعتونو وترو په اړه لاندي د لاندي کتاب ۱۷۸ صفحه او د تراویح په اړه ۱۹۴ صفحه کتلای سی:

مدلل لمونځ

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته