تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د انسان خلقت د خاوري او نطفې څخه
 
  January 18, 2014
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۱۷۲)

نوم: محمد مسعود

د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان )

سوال : زما دیو ملګري سره پر دې دعوه ده چي زه ورته وایم انسانان ټوله دخاورو څخه جوړ سوي دي اودی وايي یوازي ادم علیه السلام د خاورو څخه جوړ دی نور ټول دنطفې څخه نطفه خو زه هم منم مګر وایم اصلاً د تخلیق ابتداء د خاورو څخه ده اوس تاسي په دې اړه معلومات راکړئ؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

ستاسي دواړو دعوه صحیح ده ځکه چي د انسان نطفه هم اصلاً د خاورو څخه جوړیږي، په دې معنی چي کومه غذا چي انسان ئې خوري د هغه څخه د بدن وینه او نطفه تولیدیږي ، پخپله غذا( نباتات، غله او داسي نور) د خاورو څخه پیدا کیږي. 
 
 له دې کبله موږ ویلای سو چي د حضرت آدم علیه السلام څخه پرته نور ټول انسان هم اصلاً د خاورو پیدا دي او هم دا ویلای سو چي د نطفې څخه پیدا دی. 

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  معارف  القران: ج۷، ص۴۲۵، للعلامة المفتي محمد شفیع رحمة الله علیه (مفتي سابق دارالعلوم دیوبند-هند)

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته