تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوبه د ستر څښتن نعمت دئ
 
  January 26, 2014
  0
ليکوال: احمدشاه امين
 
          په قرآنکريم کي بېخي ډېر ځايونه د (المآء، مآء) ويي کار سوي دي، چي د اوبو معنا افاده کوي او دلته  به د اوبو اهميت د څو آيتونو په را وړلو سره تشريح کړو او په اوبو کي به د الله تعالى د سته والي دلايل و مومو. الله تعالى  په قرآنکريم کي فرمايي:

وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ مِنَ الْمَاءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُ نَسَبًا وَصِهْرًا وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا [(٢٥)سورت الفرقان، ٥٤ آيت]
 
ژباړه:- او هم دغه (الله  جل جلاله ) هغه (ذات) دئ، چي د اوبوله (څاڅکي) څخه يې انسان پيدا کړ، بيا يې هغه د خپلي کورنۍ او خسرګنۍ څښتن و ګرځوئ او ستاسي رب (پر هرڅه) قادر دئ.

           که په پورته ذکر سوي آيت کريمه کي لږ څه غور وکړو دا را ته څرګندېږي، چي الله تعالى څوني قادر بادار دئ، هغه د پلار او مور له يوه يوه مردار څاڅکي څخه بشر پيدا کړ، له دې وروسته يې له ده څخه نسلونه او ټبرونه پيدا کړل. ځيني يې و ځينو ته په نکاح ورکولو روا کړه او د ځينو نکاح يې بيا يو له بل سره حرامه کړه، د نکاح د دې سپېڅلي تړون په نتيجه کي يې د بشر څخه يوه بشپړه ټولنه او اجتماع په وجود را وستله؛ دوئ ته يې د مځکي پر مخ خلافت او مسئوليت ورکړ، د دوئ تر منځ يې د ميني او محبت يو ښه فکټوري اړېکه قايمه کړه او د ژوندانه له پاره يې ورځ او شپه، کار او خوب و ټاکل او ښه ژوند يې ور کړ. ځيني مفسيرين په پورته ذکر سوي آيت کي اوبه هغه اوبه بولي، چي کله يې آدم علیه الصلاة والسلام پيدا کاوه؛ نو له هغې خاوري سره، چي دى يې ورڅخه جوړاوه (اوبه) ګډي کړې او دا اوبه د انسان د جسد د جوړېدو له اجزاوو څخه يو جز دئ، چي هغه اجزاء له اوبو، اور، هوا او خاوري څخه عبارت دي. له پورته تشريح څخه ښکاري، چي اوبه د الله تعالى څوني ستر نعمت، چي حتا بشر يې لا تر جوړ کړئ دئ.

              او به دي، چي ژوندي موجودات ورڅخه بالواسطه يا بلاواسطه جوړ سوي دي او الله تعالى اوبه د ژوند سبب او تاداو ګرځولئ دئ او په اوبو يا له اوبو يې ژوند پيل کړئ. که اوبه نه وي انسان، حيوان او نبات به ژوندي پاته نه سي، ځکه د انسان د بدن ٧٠% - ٦٥%  برخه اوبه جوړوي، چي د وجود تودوخه او حرارت يې تنظيموي، د نبات د ودي او ستروالي له پاره هم اوبه ډېري اغېزمني دي. د اوبو بل ښه خاصيت دا دئ، چي هم دوئ خپله پاکي دي او هم پاکوونکي دي؛ لکه د انسان د وجود د پاکۍ له پاره چي ډېري مهمي دي. مثلا اودس، غُسل او نورو کي د ظاهري او باطني نجاست د ليري کول. لکه الله تعالى، چي فرمايي:

وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيْ رَحْمَتِهِ وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا. لِنُحْيِيَ بِهِ بَلْدَةً مَيْتًا وَنُسْقِيَهُ مِمَّا خَلَقْنَا أَنْعَامًا وَأَنَاسِيَّ كَثِيرًا [(٢٥) سورت الفرقان، ٤٨-٤٩ آيتونه]
 
ژباړه:- او دى (الله تعالى) هغه ذات دئ، چي له خپل رحمت څخه يې تر مخه بادونه د زېري په توګه ولېږل (تر څو و وګړو ته د باران د راتللو زېرئ ور کړي) او له آسمانه مو پاکي اوبه را نازلي کړې، تر څو د همدغو اوبو په واسطه مړه مځکه را ژوندۍ کړو او له همدغه څخه حيوانات او وګړي اوبه کړو، چي موږ پيدا کړي دي.

          الله تعالى بادونه د باران تر مخه را استوي تر څو و انسانانو ته د دې زېرئ ورکړي، چي الله تعالى باران را اوروي، که لږ څه دقت وکړو، کله چي انسانان اوبه مصرف او استعمال کړي له دې وروسته بيرته و سمندرونو ته بهېږي او تويېږي، دا اوبه مالګيني، توروې، ترخې او هډو د استفادې وړ نه وي، راز راز اشياء پکښي مخلوط سي؛ نو د الله تعالى هغه اوبه د لمر په وسيله له سمندرونو څخه په بړاس بدلي کړي، تصفيه سي، تېزاب او مالګي يې رسوب و کړي، تريو او تريخ خوند يې ورک سي او په مقطرو اوبو بدلي سي. دا اوبه تر تبخير وروسته و فضاء ته پورته سي په وريځو بدلي سي، د آسمان پر مخ د باد په وسيله دوري هوري حرکتونه کوي او بيا په الْهي امر سره پر ټاکل سوو ځايونو باندي د اورښت څپې راځي، مځکه يې و موږ ته پخپله غېږه کي را ساتي، په ويالو، رودو او کارېزو کي بهېږي، استفاده ورڅخه کېږي او بيرته بيا د لمر په وسيله بړاس او په وريځ بدلېږي او دا سيسټم همداسي متداوم وي. په عمومي صورت په نړۍ کي دوه ډوله اوبه وجود لري؛ يو ډول يې هغه بحرونه او سمندرونه دي، چي د ټولي مځکي درې پر څلور برخه يې نيولې ده، دا اوبه ترخې، تروې او مالګني تېزابي دي، بل ډول اوبه خوږې دي، چي په چينو، ويالو، کارېزونو، جهيلونو او سمندرونو کي وجود لري، دا اوبۀ که ولاړي پاته سي؛ نو دا چي په دې اوبو کي راز راز حيوانات اوسېږي هغوئ پکښي مړه کېږي او دلته پاته کېږي، ورستېږي او د دغو اوبو د خسا او خرابېدو لامل کېږي. او که دا اوبه تر استعمال وروسته هم داسي پاته سوي واى او د مځکي پر مخ ډم ډم ولاړي واى؛ نو حتمي به خسا سوي واى، خوند به يې اووښتئ واى، ډېري ناروغۍ او مکروبونه به له همدې ځايه څخه خپاره سوي واى، هوا به يې کثيفه کړې واى او انسانان به يې له مختلفو ناخوالو سره لاس او ګرېوان کړي واى. له دې ځايه ويلاى سو، چي اورښت او باران يوازي د تازه اوبو او د اوبو د تصفيې په منظور نه اورېږي، بلکه د ګرمي هوا، د هوا د ککړوالي، د ناروغيو د له منځه وړلو، د مکروبونو او ناروغيو د له منځه وړولو له بابته اورېږي او مځکي په خړوبېږي.
 

         حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي، چي وګړي داسي وايي سږ بارانونه زيات او يا سږ بارانونه کم دي، مګر حقيقت داسي نه دئ، بلکه د باران اوبه هر کال د الله تعالى په امر په يوه اندازه له آسمان څخه را اورېږي، خو ځيني وختونه پر يوه سيمه لږ پر بله  ډېر او کله بيا پر بله سيمه لږ او پر بله ډېر وي، کله پر يوه اويجه د باران زيات اورښت د رحمت او کله بيا د عذاب لامل وګرځي. له دې ځايه وايو، چي الله تعالى پر هغه چا د باران اوبه د عذاب په څېر اوروي، چي ناشکري او نافرماني و کړي. په اوبو سره هغه سپېره او مړه مځکه او اورشوګاني را ژوندۍ کوي، چي د مني او ژمي په موسمونو کي فکر کېږي دا دښتونه به بلکل بيا زرغونه نه سي، مګر د اورښت په کېدلو سره د ټولي اويجې اورشوګانو زرغون کوړم جوړ کړي. حضرت مولانا شبير احمد عثماني رحمة الله علیه د دوو بنګالي علماوو له خولې داسي کښلي دي، چي هلته دوه نهرونه جاري دي د يوه اوبه سپيني او خوږې دي او د بل اوبه توري او ترخې دي، دا دوه نهرونه بغل پر بغل څو ميله سره روان دي د دوئ تر منځ يوه د بېلتون کرښه هم سته، په سپينو اوبو کي کښتياني حرکت کوي او آرامي دي، مګر توري اوبه توپاني دي. او په ګجرات کي هم په يوه ستر سيند کي دوه نهرونه دي، چي د يوه اوبه خوږې او دبل دا بلکل توروې دي، کله چي د توروو اوبو څپې پر خوږو اوبو راسي هيڅ نه سره ګډېږي لاندي يې خوږې او پر سر يې توروې اوبه پاته سي او کله چي څپه ولاړه سي اوبه بيرته هماغسي پاته سي. داسي نور په پېخر مثالونه په نړۍ کي وجود لري، چي موږ يې دلته پوره تفصيل نه سو کولاى او بل دا چي د اوبو په مورد کي معلومات يو پوره علم دئ، چي په اړه يې ښه معلومات له نيټ څخه په لاس را وړلاى سو.له پورته تشريح او مثالونو څخه په ډاګه معلومېږي، چي دا نظم د يوه داسي ذات و کنټرول ته اړتيا لري، چي په هره معنا بشپړ وي او دا انتظام يې برقرار کړئ دئ او پر دې يو داسي قدرتي لاس بر دئ، چي پورته قضيه يې په څرګنده پر موجوديت دلالت کوي. 
 

سرته