تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زړه ور څوک دئ؟
 
  March 8, 2014
  0

 ليکوال : حاجي عبدالحميد  ارغندابى


 زړه ور هغه څوک دئ ، چي حقايقوته د عمل جامه ور اغوندي د الله جل جلاله  د اوامرو پوره پابندي والري ، د بېوزلانو پر سر د ترحم لاس ور تير کړي ، د اسلام  او مسلمانانو په خدمت کي  د هيڅ ډول ستومانۍ احساس ونه کړي ، د اسلامي سپېڅلي ضمير خاوند وي ، دخير په کارونو کي تر هر چا ګړندى وي ، ټولنيزو ګټو ته پر ځاني ګټو ترجيح ورکوي ، اخلاقي جرائت ولري او له ظالمانو څخه نه ډاريږي  ، د مظلومانو فرياد او ژړا اوري ،  او دوئ د ظالمانو له تيرو منګلو څخه وژغوري، غوره انساني خصلت ولري او د ژوندانه په ډګر کي د پوهي او لياقت څښتن وي ، دخپل قهر او غضب په وخت کي دزغم توان ولري ، د نورو سره په خوږه  او نرمه لهجه وږغيږي ، د ناپوهانو د غير منطقي دليلونو د تائيداو تصديق څخه ډډه وکړي ، د تعصب په لومه کي را شکېل نه وي ، د غوړه مالۍ له ناوړه عمل سره بېګانه وي ، د اسلامي عالي شخصيت خاوند وي ، په ټو لينز ژوند کي خپل موقف وساتي ، خپله دنده په کامل ديانت او صداقت تر سره کړي ، د متکبرانو په وړاندي هډو د حقارت احساس ونه کړي ، د ژوندانه په هر ه شېبه کي  خپل روحي  او جسمي تعادل وساتي ، هر څه د انصاف په تله  وتلي ، د قدرت په وخت  به متواضع او له غرور څخه به ځان ژغوري ، د اسلامي غوره صفاتو په لرلو سره  به له نورو سره اسلامي  چلند کوي ، د واقيعتونو په رڼا کي به حقايق پېژني ، په خوله کي به يې څو ژبي نه وي او نظر او عمل به يې يو شان ته وي .

          زړه ور نور مسلمانان نه تېر باسي ، پر حقايقو پرده  نه غوړوي او داسي کړنه دځان عار او د خپل شخصيت سره منافي بولي ، د اسلامي قوانينو په رڼا کي د خداى جل جلاله  د مخلوق سره مينه لري ، د معروف  امر اقامه کوي او له منکراتو څخه ځان ژغوري ، دمسلمان له ازارولو څخه خوند نه اخلي او دا کار يوه روحي ناروغي او ليونتوب ګڼي ،  د داسي اعمالو او کړو وړو څښتن  په حقيقت کي زړه ور او په واقعي معني انسان او مسلمان باله سي .

         ځني بيا هغه څوک چي مسلمان ځوروي په سر او مال يې چور او تالان ګډوي زړه ور بولي ، خو داسي وګړي ، داسلامي منطق  له مخي  دو حشت او بر بريت د زمانو پاتي شوني استازي بلل کيږي ، داسي کسان د الله جل جلاله  پر مخلوق باندي زړه نه سوځي ، د وږو ليوانو غوندي د انسانانو غوښي خوري او په وينو ئې ځان اوبوي ، د انسانانو په وړاندي ، دداسي جنايتکارانو د جنايتکارانه اعمالو ستايل د اسلامي  او بشري کرامت  سپکاوى دئ رښتيني مسلمانان د اسلامي شريعت په چوکاټ کي دننه  هر څه تر سره کوي  اتل او زړه ور هغه څوک بولي چي د اسلامي اصولو سره سم ، د خداى جل جلاله   ددين په لار کي خپله اتلولي او زړه ورتوب څرګند کړي  په اسلام کي زړه ور هغه څوک دي چي له الله جل جلاله څخه ډاريږي او د باطل مقابلي ته په سر او مال دريږي .

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۸ ګڼه
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته