تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام طحاوي رحمة الله علیه ژوند
 
  August 21, 2015
  0
 

    د طحاوي کنيت أبو جعفر دى نوم او نسبب يې أحمد بن محمد بن سلامة بن عبدالملك بن سلمة الأزدي الطحاوي رحمة الله علیه  دئ  . په ٢٢٩ هجري سنه کي زېږېدلى دئ او په ٣٢١ سنه کي وفات سوئ دئ . طحا د مصر کښتنۍ خوا ته کلى دئ همدا کلي ته د طحاوي نسبت کيږي .

 

 


 

 

          امام طحاوي رحمة الله علیه  په پيل کي شافعي مذهبه وو پر خپل ماما امام المزني يې شافعي فقه لوستل، وروسته يې خپل ماما پرېښوئ پر احمد بن ابي عمران يې د حنفي فقي زده ګړه پيل کړه وايي : د طحاوي څخه چا پوښتنه وکړه : تا ولي د خپل ماما د مذهب څخه مخالفت وکړئ ؟ ده ورته وويل : دا ځکه چي زما ماما به تل د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه د مذهب کتابونه مطالعه کوله .

 

 


 

 

          امام طحاوي رحمة الله علیه د حنفي فقهي زده کړه د ابوجعفر احمد بن ابي عمران رحمة الله علیه څخه هغه د محمد بن السماعة څخه هغه د ابويوسف رحمة الله علیه څخه هغه د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه  څخه کړې ده او بيا شام ته تللى دئ هلته يې د حنفي فقهي زده کړه د شام د قاضي القضاة ابوحازم څخه هغه د عيسي بن ابان څخه هغه د محمد بن الحسن الشيباني څخه هغه د امام ابوحنيفة رحمة الله علیه څخه کړې ده او د حنفي فقي امام وګرځېد .

 

 

امام طحاوي رحمة الله علیه معتمد او ښکلي تصنيفونه لري چي يو شمېر يې دا دي :

 

 


 

 

١- شرح معاني الاثار : دا د طحاوي رحمة الله علیه لومړنۍ تصنيف دئ .  

 

 

٢-  مشکل الاثار : دا د طحاوي رحمة الله علیه وروستنى تصنيف دئ .

 

 

 احکام القران ، المختصر في الفقه ، شرح الجامع الکبير ، شرح الجامع الصغير ، کتاب الشروط الکبير ، کتاب الشروط الاوسط ، کتاب الشروط الصغير ، مناقب الامام ابي حنيفة او داسي نور .

 

 


 

 

شرح معاني الاثار :

 

 


 

 

    شرح معاني الاثار ته معاني الاثار هم وايي دا د أبو جعفر أحمد بن محمد بن سلامة بن عبدالملك بن سلمة

 

 
 الأزدي الطحاوي رحمة الله علیه  په خپل سند د حديثو کتاب دئ .   شرح معاني الاثار لکه څه ډول چي يې نوم دئ همدا ډول امام طحاوي رحمة الله علیه د نبوي احاديثو مراد او مفهوم په حديثو سره تشريح او بيان کړئ دئ .
 

 
          امام طحاوي رحمة الله علیه  د کتاب په پيل کي د شرح معاني الاثار په هکله څرګندونه کړې ده د ده د څرګندوني مراد داسي دى وايي:
 
 
       " د علماوو څخه زموږ ځينو ملګرو غوښتنه را څخه وکړه چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه د رانقل سوو احاديثو کتاب وليکم او په دا کتاب کي د احکامو هغه ډول حديثونه را جمع کړم چي د ملحدانو په خيال هغه يو د بل نقيض او په ټکر کي دي او همدا راز کمزروي مسلمانان يې يو د بل سره ضد او ټکر ګڼي ځکه چي هغوئ  يې په ناسخ او منسوخ لږ علم لري .
 

 
             همدا راز په دا کتاب کي هغه احاديث را جمع کړم چي په هغه باندي عمل کول لازم دي هغه لدې کبله چي قراني ايت يا د ټولو په آند ثابت سوى حديث يې شاهد او ګواه وي .
 

 
           او دا کتاب زه پر بابونو وويشم په هر باب کي د هغه اړوند ناسخ او منسوخ حديثونه او د علماوو تاويلات ذکر کړم او هم دا چي فقهاوو څرنګه يو د بل په وړاندي په احاديثو استدلال کړى دئ هغه هم بيان کړم او بيا زما په آند چي د چا وينا صحيح ده د هغه د پاره د قران ، حديثو اجماع او د صحابه وو  او تا‎بعينو د ثابتو ويناوو له مخي حجت او دليل وړاندي کړم . پدې غوښتنه کي مي فکر وکړئ او سخته څيړنه مي وکړه د هغه د غوښتني پر ترڅ مي بابونه ورکړه . بابونه مي د کتابونو تر عنوان لاندي راوستل په هر کتاب کي مي د يوه جنس بابونه راوستل نو اول شئ چي ما يې په بيانولو شروع کړې ده هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د طهارت په هکله را نقل سوي حديثونه دي چي د هغه څخه باب الماء تقع فيه النجاسة دى."
 

            شرح معاني الاثار د احنافو د مذهب په تاييد کي ډېر مفيد کتاب دئ ،  ځکه امام طحاوي رحمة الله علیه  د احکامو اړوند احاديثو معنا او مفهوم په احاديثو بيان کړئ دئ او په اختلافي مسايلو کي يې د احنافو د دريځ او موقف رجحان په احاديثو او قانع کونکو دلايلو ثابت کړئ دئ .

===============
ماخذ: د فضيلت پګړۍ
مؤلف: شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته